نړۍ

امریکا پر شمالي وزیرستان د پاکستان د پوځ له برید وروسته سرحدونو ته توجه زیاته کړې

نن ټکی آسیا: په افغانستان کې د مېشتو امریکايي پوځیانو مشر جنرال جوزف ډانفورډ تایید کړه، چې پر شمالي وزیرستان باندې د پاکستاني پوځيانو د عملیات له پیل سره جوخت،له پاکستان سره څېرمه سرحدي سېمو ته د امریکايي عسکرو په استولو پیل کړی.

نوموړي په له غربي رسنیو سره د خبرو اترو پر مهال په دې هکله ، چې په شمال وزیرستان کې بد ضرب عضب په نامه د پاکستاني پوځ د پيل شویو عملیاتو سره دوی مرسته کوي که نه ، څه ونه ویل.

خو دا چې افغانستان ته يې د وسلوالو ډلو او طالبانو د را اوښتلو لاره ډب کړې وي، نو سرحدونو ته پاملرنه زیاته شوې او همدارنګه د افغانستان د استخباراتي ادارې – ملي امنیت- سره یې هم پلانونه او معلومات شریک کړي.

د یادونې وړ ده، چې پر شمالي وزیرستان باندې د پاکستان د حکومت په امر او د پاکستاني پوځ له لورې د پيل شویو نظامي عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله لسګونه کسان وژل شوي،همدومره کورونه او استوګنځي ویجاړ شوي او په زرګونو خلکو د نورو قبایلي سېمو سربېره د افغانستان خوست ولایت ته په هجرت کولو مجبوري شوې دي.

پاکستاني طالبانو د پاکستان د دغو پوځي عملیاتو په غبرګون کې د غاښ ماتوونکي ځواب ګواښ کړی او تکل یې کړی، چې تر وروستي سلګۍ پورې به د دې عملیاتو پر ضد وجنګېږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x