نبوي حدیث

عبرت (لومړۍ برخه) – د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شیدو برخه..

مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)

د حضرت مقداد رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي : زما سره دوه ملګري نور وو مدینې منورې ته پداسې حالت کې راغلو چې له لوږې نه مو حواسو کار پریښی وو مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه وو سره مخامخ شوو او ډېرو کسانو ته مو ځان ور مخې مخې ته کړو پدې هېله که مو څوک مېلمانه کړي لکن هیچا مېلمانه نه کړو (د صحابه وو خپل ژوند ډېر تنګ وو او هیچا داسې څه مخه نه لیدله چې دوی یې مېلمانه کړي وای) تردې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلو .

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ له ځان سره ملګري کړو او کور ته یې بوتلو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د هستوګنې ځای را وښودو او دری بیزې په لاس راکړې چې دریو واړو شودې کولې مونږ ته یې وویل چې دا بیزې ساتئ او دا لوشئ او هغه څښئ او زه به هم لتاسې سره پدې شودو کې شریک وم نو یوه برخه ماته پرېږدئ نورې تاسې څښئ.

مونږ به همداسې کول خپلې برخې به مو څښلې او در سول الله صلی الله علیه وسلم برخه به مو ورته پرېښودله.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې جومات ته راتلو او ورو به یې پداسې توګه سلام اچولو که څوک به ویده وو نه ورباندې را ویښېدل او که به ویښ وو دا سلام به یې آورېدلو اول به یې (تهجد) مونځ وکولو بیا به راغلو هغه د شودو برخه به مو چې ورته ایښې وه هغه به یې وڅښله .

یوه شپه ماته شیطان وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم دې شودو ته هېڅ ضرورت نه لری د مدینې انصار شته هر وخت د هغه مېلمستیا کوي او هغه ته ښه خوراکونه ورکوي .

زه راغلم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شودو برخه مې هم وڅښله .

خو (د شیطان عادت دی اول په انسان باندې یو غلط کار کوي او بیا یې خپله همدا شیطان ورباندې پښېمانه کوي ترڅو انسان د ننه و ځوریږي ، د هر اړخه یې ډاروي هم ، شیطان له غلط کار نه وروسته انسان ته وایی که اوس خلک درباندې خبر شول؟ که چا درباندې شک واخیست؟ که څوک درباندې پوه شول؟ دا ټول ددې لپاره چې انسان نور هم نا قرار کړي او پدې توګه چې ا نسان دده دښمن دی د خپل دښمن د بې قراري نه هم خوند واخلي او پدې لړ کې یې هم په دنیا کې بې قراره کړي او هم یې په ګناه سره د آخرت عذاب ته برابر کړي) .

نو حضرت مقداد رضی الله عنه هم فرمایي چې کله دا شودې زما تر مرۍ تېرې شوې زه ورباندې شیطان پښېمان کړم شیطان راته ویل : دا د څه وکول؟ تا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شودو برخه و څښله؟ هغه به اوس راشي او خپله برخه به پیدا نه کړي تاته به سخته ښېرا وکوي دنیا او آخرت به د خوار شي .

زه پروت وم یو څادر مې وو چې سر به مې پکې پټ کړو پښې به مې لوڅې شوې او چې پښې به مې پکې پټې کړې سر به مې لوڅ شو په همدې حالت کې وم خوب مې تښتېدلی وو او ملګري مې دواړه بېغمه ویده وو .

تردې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغلو مونځ یې وکولو بیا راغلو هغه لوښی یې وکتلو چې مونږ به ورته شودې پرېښودې خو هغه لوښی خالی وو … مخ مبارک یې اسمان ته پورته کړو … ما له ځانه سره وویل چې اوس درته ښېرا کوي او هلاک به شې .

لکن رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء وکوله او ویې فرمایل : اې الله چا چې ماته خوراک راکړو خوراک ورکړه او چا چې ماته څښاک راکړو څښاک ورکړه .

ما چې دا حالت وکتلو چې له یوې خوا ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم برخه شودې و څښلې او له بله اړخه هغه مبارک ښیرا هم ونه کوله بلکه دعاء يې وکوله چې (څوک ماته خوراک راکوي الله تعالی د هغه ته خوراک ورکړي) نو مې دا خپل څادر پر ملا وتړلو او چاړه مې را واخیستله اراده مې وکوله چې کومه بیزه چاغه وي هغه به حلاله کړم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به ورڅخه خوراک برابر کړم .

لکن کله چې بیزو ته ورغلم د هغو ټولې غولانځې له شودو ډکې وې د حلالې زړه مې ورباندې ونه کړو یو لوښی مې ورپسې ور وړو او هغه مې دری واړه پکې را ولوشلې دا لوښی مې ورڅخه ډک کړو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې راوړو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : تاسې بیګاه خپله برخه شودې و څښلې؟

ما ورته وویل : یا رسول الله صلی الله علیه وسلم بس دا تاسې و څښئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه څښاک وکولو بیا یې ماته راکولو ما ورته وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسې یې و څښئ تردې چې زه پوه شوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موړ شو او هغه دعاء مې هم وګټله چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وکوله (اې الله چا چې ماته خوراک راکړو خوراک ورکړه او چا چې ماته څښاک راکړو څښاک ورکړه) نو ورته په خندا شوم تردې چې (له ډېرې خندا نه) په زمکه وغورځېدم .

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې ټوله کیسه تېره کړه .

رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : هغه ملګري به د هم را پاڅولي وو چې دا شودې مو په شریکه سره څښلې وای دا د الله تعالی یو رحمت وو . (د مسلم د یو حدیث ترجمه)

له پورتني حدیث نه عبرتونه :

رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر د فقر ژوند تېراوه .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېلمه قدر پداسې حالت کې کاوه چې خپله یې هم په کور کې ډېر څه نه درلودل .

رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره صبرناک وو چې پوه شو چې دده مبارک صلی الله علیه وسلم برخه بل چا څښلې ده نو غصه نه شو بلکه دعاء یې وکوله .

شیطان هر وخت مونږ ته د چا په اړه یو ګمان دماغو ته را اچوي او هغه رښتیا نه وي .

شیطان له یوه اړخه په مونږ غلط کار کوي او له بله اړخه مو ورباندې ځوروي دین او دنیامو دواړه خرابول غواړي .

صحابه وو به ډېر حرص کاوه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء واخلي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر حلیم وو کله چې خبر هم شو چې زما برخه چا قصداً څښلې ده نو ورته مُسکی شو او غصه نه شو او نه یې دا ورته وویل : چې بیا یې ونه څښې .

رسول الله صلی الله علیه وسلم حریص نه وو د هغه لږو شودو لپاره یې هم خوښوله چې کاش هغه نور دوه کسان مو هم ورته را ویښ کړي وای .

کله به چې څوک ویده وو رسول الله صلی الله علیه وسلم به پداسې ډول سلام اچولو څوک به ویښ وو هغوی به آورېدو او چې ویده به وو د هغوی خوب ورباندې نه خرابېدو صلی الله علیه وسلم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعلي عمري

سلام عليکم
محترم فضل ربي صاحب الله دې اجرونه درکړي دامو ډېره خوندوره لړۍ شروع کړې او یقین وکړه ماهم ورته وخندل هیله ده چي له هرې برخې سره حواله هم ورکوه ډېره ډېره مننه خدای مو له بدو سترګو وساته

درانی@#

اسلام علیکم ورحمه الله وبرکات
مولوی صاحب ډیره په زړه پوری کیسه وه مننه هیله کوم چی د رسول الله ص نوری کیسی هم نشر کړی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx