نړۍ

د مسلمان دعوتګرو د هڅو پر مټ، برازیل په نړیوال جام کې اسلام وموندلو

نن ټکی آسیا: برازیل کې د فټبال د ۲۰م نړیوال جام د سیالیو تر پیل مخکې  د اسلامي داعیانو تګ او کوښښونو رنګ راوړ. د فټبال د سیالیو کتلو لپاره د نړۍ د کونج کونج څخه راغلي مینه وال د اسلام لوري ته میلان پيدا کوي.

د برتانیې د اسلامي زده کړو او د څېړنو مرکز د یو برازیلي ځوان د اسلام راوړلو یوه ویډیو په انترنیت خپره کړې،
ددغې ویډیو تر خپریدو وروسته د اسلام په مخالفینو اور بل شوی دی.

د برازیل څخه تر لاسه شوي مالوماتو په اساس د نړیوال جام د لیدلو لپاره راغلي کسان په دې نه توانیږي چې هرې سیالۍ ته ولاړ شي، ځکه سیالۍ په بېلابېلو ښارونو کې دي او دسفر اسانتیاوې هم نشته. د فټبال مینه وال وايي چې دوی په ورځ کې تر یوې زیاته سیالي نشي کتلای ځکه یوه سیالي په یوه ښار او بله په بل ښار کې کیږي. ساوپالو ښار کې که مینه وال سیالي وګوري او بیا ریوډي جینر ښار ته د سیالۍ کتلو لپاره ځي، نو۶ ساعته مسلسل به په بس کې سفر کوي او ۵۰ ډالر به کرایه ورکوي.

مسلمان داعیانو دغه حالت د ځان لپاره ډيره مهمه موقع ګڼلې، په دغو داعیانو کې د برتانيې د اسلامي زده کړو او څېړنو مرکز یوه ډله هم شامله ده، ددوی په هڅو تر دې مهاله په لسګونو کسان اسلام ته مایله شوي.

دغه د اسلامي څېړنو او زده کړو مرکز د انګریزۍ جملې What is your goal? د ژوند مقصد دې څه دی؟ چې د فټبال لوبې سره اړخ لګوي خپل کار پیل کړی. دغه مرکز داسې بنیانونه هم جوړ کړي چې دغه سوال پرې لیکل شوی دی. د برتانیې څخه راغلي داعیان په ځايي خلکو د قرآن نسخې او اسلام پورې اړوند مطالب په خلکو ویشلي، چې په کې لیکل شوي دي: د الله تعالی د عبادت لپاره هیڅ یوې وسیلې ته اړتیا نشته، دغه کوچنۍ رسالې د تثلیث نظریه په ډيره ښه او مدلل انداز سره نفې کوي.

د برتانیې د اسلامي زده کړو او څېړنو مرکز د خپلو هڅو او کوښښونو یو مثال په یوټیوب کې د یوې ویډیو له پورته کولو سره وړاندې کړی، په دغه ویډیو کې انالډینونامي برازیلي ځوان د برتانوي داعي سره تر لنډو خبرو وروسته د شهادت کلمه وايي او مسلمانیږي. دغه داعي جان فونټین نومیږي، نوموړی خپله نوی مسلمان شوی. برازیلی ځوان د اسلام تر قبلولو وروسته ویل چې دی به خپلو نورو هېوادوالو ته د اسلام دعوت ورکړي. دغه مرکز وايي چې په برازیل کې زیات شمېر کسان د اسلام په اړه بیخي مالومات نه لري، دوی دغو کسانو ته د اسلام په اړه مالومات ورکوي. یاده دې وي چې په برازیل کې د داعیانو ددغې ډلې مشري عبدالرحیم ګرین کوي چې د پیس (امن) تلویزون سره هم کار کوي.

راپورونه وايي چې د برازیل په نورو ښارونو کې هم دغو داعیانو ته د دعوت لپاره ډيره ښه موقع ده چې د اسلام پیغام تر نورو ورسوي، ځکه د سفر د ستونزو له امله دوی ټولې سیالۍ نشي کتلای او په یو ښار کې پاتې کیږي. که څه هم دا دقیق مالوم نه دي چې تر دې مهاله څومره کسان مسلمان شويدي، خو ځينې راپورونه وايي چې په دې څو ورځو کې لسګونه کسانو اسلام قبول کړی دی.

د سخت دریځو مسیحانو عکس العمل

په برازیل کې د مسلمان داعیانو بریالي دعوت تيزپري مسحیان غوسه کړي، دوی په ټولنیزو رسنیو کې د مسلمان داعیانو د دعوت خلاف غبرګون ښودلی، دوی وایي چې په مسلمان هېوادونو کې مسیحیان نه پريښودل کیږي چې تبلیغ وکړي، په برازیل کې دې هم د مسلمانانو په دعوت و تبلیغ بندیز ولګیږي.

اوږه په اوږه همکاري

د بهرنیو داعیانو سره سره په برازیل کې د مسلمانانو تنظیمونو فیدراسیون هم د «سلام برازیل» تر نوم لاندې ځانګړی کار پیل کړی، دوی په ۳۲ مخونو مشتمله دعوتي رساله چاپ کړې چې تر دې مهاله یې ۶۵ زره ټوکه ویشلي دی. ددغو رسالو په چاپ کې دعمان سفارت هم ددغه فیدارسیون لاسنیوی کړی دی.

له امریکا څخه راغلي مسلمان داعیانو د (Why Islam ولې اسلام؟) تر شعار لاندې خپلې هڅې پیل کړی دوی ساوپاو لوکو کې خپل مرکزونه پرانیستي. دغه ډله داعیان وايي چې دوی د فټبال مینه والو ته په مؤثره او ښه توګه اسلام په اړه مهم او ضروري مالومات وړاندې کوي.

یاده دې وي چې د فټبال نړیوال جام په ۱۲ ښارونو کې ترسره کیږي او مسلمان داعیانو همدې ۱۲ ښارونو پر لور مخ کړی دی. امریکایي داعیان وايي چې ددوی ډلې د ژبې اړوند ټولې ستونزې حل کړي دوی پرتګالي، هسپانوي، عربي، انګلیسي، فارسي او اردو ژبو دعوت پیل کړی دی. دوی وايي چې مرکز يې په ساوپالو کې جوړ کړی دی چې د سعودي، کویت، امریکا او نورو بېلابېلو هېوادونو داعیان په کې په ګډه دعوت کوي.

د فټبال د نړیوال جام پر مهال برازیلي مسلمانان هم غلي نه دي ناست، دوی ددغو داعیانو سره تر وسې مرستې پیل کړي، (ولې اسلام؟ Why Islam?) په خپلې وېبپاڼې کې لیکلي چې ډیر زیات شمېر برازیلي مسلمان وروڼه او خویندې ددوی همکارۍ ته راغلي دي. دغې ډلې اعلان کړی چې ډير ژر به د ساوپاولو مشهور سړک پاولیسټا ایونیو کې خپل تبلیغ پیل کړي، ځکه دغه سیمه هر وخت د سیاحانو څخه ډکه وي.

په برازیل کې د ۲۰۱۰ کلونو د سرشمېرنې په اساس د مسلمانانو شمېر تر ۳۵زرو څخه زیات و، په جنوبي امریکا کې دغه ستر هېواد ته د تور پوستو غلامانو له لارې اسلام رسېدلی، وروسته د عربو تجارانو په وسیله يې پرمختګ وکړ. په ۱۸۳۵ز کال کې په برازیل کې مسلمانانو د أزادۍ کوښښ هم وکړ چې دوی بیا د حکومت لخوا سخت وځپل شول او په زور مسحیت ته مجبور شول.

برازیل کې د اسلام دعوت خورا په تېزۍ سره خپریږي او په دې وروستیو څو میاشتو کې تقریبا ۱۰زره نوي کسان مسلمانان شوي دي. د مسلمانانو زیات شمېر په ساوپاولو کې اوسیږي او ددغه هېواد په نورو سیمو کې هم دوی جوماتونه او اسلامي مرکزونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x