د حیا او پاک لمنۍ عجیبه قیصه

لیکوال: اقبال اوباش

رومیانو په جنګ کي ژوندی ګیر کړو د وخت باچا ته یې حاضر کړو. باچا امر وکړو. چي داسي کوټه کي یې بندي کړئ چي ډیره ښایسته جوړه وي او کوټه کي یوه ښایسته پیغله له ښو خوراکونو او شراب سره ورسره بنده کړئ.

چي تر څو یې بد فعلي ته مجبور کړي. باچا ویل که دې سړي دا کار یعني زنا وکړه بیا دی زموږ هره خبره مني او زموږ مقابله نسي کولای خو که دا کار یې ونکړو نو لازم به یې په دار کوو. دا بیا خطرناک دی. عسکرو همداسي وکړل. ځوان او یو ښایسته پیغله یې ځانګړي حسن داره کوټه کي له شراب او کباب سره پریښودل. پیغلي خپل ټول کوششونه وکړو چي تر څو دا ښایسته ځوان ځانته راجلب کړي او بد فعلي ورسره وکړي خو ځوان بالکل ورته کاتۀ لا نه . آن درې شپې درې ورځي پیغلي خپل ټول وس او د شیطان چلونه وکارولو. ځوان بیخي نه ورته ګوري.

درې شپې وروسته دې پیغلوټي ځوان ته و ویل “یا تۀ له ډبري جوړ یې او که له اوسپني څخه ” نه راته ګورې نه خبر راسره کوې آخر تۀ له څه جوړ یې او کوم شي له دې کاره منع کړی یې.

ځوان ورته ویل تۀ څه فکر کوې دلته ما و تا تنها یو نه داسي ده. بلکه زموږ رب خالق و مالک الله جل جلاله له موږ سره ده. نو زۀ له خپل رب جل جلاله څخه حیا کوم هیڅکله دا کار نکوم. هغه پیغله حیرانه سوه. او له کوټې څخه را وو وتله د روم باچا ته یې و ویل چي بس سړی قانع کیږي لږ مهلت راکړئ. پیغله متاثره وه هغې په یو چل سره د ځوان آزادي غوښتله نو یې دا خبري کولې چي نن به کار وسي سبا به کار وسي تر څو یوه شپه پیغله راغله ځوان ته یې یو آس او څه خوراکي توکي ورکړو او لاري ته یې سیخ کړو چي دا ستاسو هیواد ته ځي زما داسي کس په مرګ نه ده پیرزو څوک چي دومره پاک زړی او د خپل رب څخه حیا کونکی وي. ځکه باچا امر کړی چي که ځوان بدکاري ونکړه په دار کیږي به نو زما له سببه خو نه په دار کیږي که لاره کي بل مشکل پیښ سو هغه به دي خپل قسمت وي.

ځوان هم د شپې له تیارې ګټه واخیسته او د خپل هیواد او ملګرو په طرف روان سو. په خیر ملګرو ته ورسیدلو خپله د خلاصون قیصه يې داسي ورته بیان کړه.

د تاریخ زرینو پاڼو دغه مجاهد ځوان د *عمیر بن حبیب* رحمه الله په نوم یاد کړی.

تبصرې (1)

  • ماشاالله سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم ریښتیا چی په جهاد کی سپیڅلتیا او زړه ورتیا د مجاهدینو د بریاوو سبب ګرځی دامارت د مجاهدینو د کامیابی په هیله.