fbpx

رفتار راسره وکړه / رحمت الله منیب

انتظــــاره انتظــــــــار را ســـره وکــړه
په واړه قـــدم رفتــــار را ســـره وکـړه

زه په ستونزو کې راګیر یم چاره نشته
په دا پورې غـره کې لار را ســـره وکړه

بې وفا وختی بیا یې پــــوره نکــــــړه
چې یې ژمنـه په تکــرار را سـره وکـړه

په رښتیا یې په رمه لېوان را ګډ شوو
اوس نو وايي اعتبـــار را سره وکــــړه

زه په یوه هغه په بله کوڅــــه راغلـــه
دا دوکـــه ټـــوله رویبـــار را سره وکړه

د دا خړي مرغۍ ټـــول بچي یې یـوړو
مخنیوی د دغه مـــــار راســـــره وکـړه

آ کربوړي د نمرود اور ته ور پو کــــــړو
په دا سر یې یو ګـــزار را سره وکـــــړه

چې منیب ته یې په دنګه غاړه ټال کړي
د غـــزل غاړي ته هـــار راســره وکـــړه

۱۹/۰۴/۲۰۱۸

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د