افغانستان

ننګرهار: په چاودنه کې ۱۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ وری، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر خښ شوی ماین چاودېدلی چې له امله یې د چارواکو په وینا ۵ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه نن د جمعې په ورځ سهار نهه بجې شاوخوا د هسکې مینې په «پاپین کمپ» سیمه کې پر یوه ډاټسن ډوله موټر را منځته شوه چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه مړه او د ښځو – ماشومانو په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شول .

د هسکې مینې ولسوالۍ یوه قومي مشر سازولي هم ورته معلومات ورکړي خو ویلي يې دي چې پنځه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي چې په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملي دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ادارې مشر ډاکټر نجیب الله کاموال رسنیو ته ویلي چې د پيښې له ځایه ۱۴ تنه ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
MHA

This is 100% against the Holy Quran, “the killing of one innocent human is like killing the people of the world”I dont think these people ever read and understood the verses of Holy Quran.

Zadran

دا یو بل ظلم،چه د ظلمونو په لړی کی ور اضافه شو،نمرود،فرعون ،ابوجهل ،د خپلو جرمنو .ظلمونو په لړی کی هیڅ چا ته په لارو ،کوڅو،سړکونو کی بمونه .ماینونه نه ایښودل.نو معلومه خبره ده،چه د لاری کوڅی سرکونو ماین خښوونکی جاهل د ابوجهل څخه.او ظالمان د نمرود ،فرعون څخه دی،

افغان

You MHA and related slaves , learn from only those Aayaas , the one protect you from Mujahideen as the one you wrote down.
Would you find similar protection from your religion ( Democracy ) to use it against the Mujahideen.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x