کوم طالبان له سولې شورا سره په تماس کې دي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د ولسمشر غني لخوا طالبانو ته د سولې تر وړاندیز او د هغه په اړه د طالبانو تر نه غبرګون وروسته د سولې شورا له ادرسه داسې خبرونه ورکول کیږي چې طالب مشران پر یاد وړاندیز باندې د غور کولو په حال کې دي او ځینو یې په دې اړه له سولې شورا سره تماسونه هم نیولي دي.

که د سولې په تړاو د طالب چارواکو او دولت ترمنځ د پټو تماسونو مخینې ته وکتل شي نو وبه لیدل شي چې دا ډول غیر مؤثر تماسونه هر وخت د طالبانو په نوم د ځینو داسې نامعلومو کسانو لخوا نیول کیږي چې نه یې ادرس معلوم وي ، نه یې مسؤلیت او نه یې هم نوم .

حتی کله خو داسې هم پیښیږي چې کوم ګنکپ او یاعادي دُکاندار د مهم طالب مشر په نوم له دولت سره کتلي او له هغوی څخه یې د روغې جوړې په بدل کې ډیر مالي امکانات هم تر لاسه کړي وي.

کوم کسان چې د سولې شورا یا نور دولتي چارواکي یې اوس له دولت سره د تماس نیولو ادعاء کوي هغه بلکل ښايي د دغې ګټګوري له جملې څخه څوک وي چې یواځې د خپلو مالي احتیاجاتو د پوره کولو لپاره یې د طالب مشرانو په نوم له دولت او یاهم د سولې له شورا سره رابطه کړې وي ؛ ځکه د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې په غبرګون کې د طالبانو د رسمي اعلامیې له محتوی څخه داسې ښکاري چې له دولت سره د سولې په تړاو د هغوی موقف هماغه پخوانی موقف دی چې دولت ته په هیڅ مشروعیت نه دي قائل.

د سولې عالی شورا فقط دا ټکی ځان لپاره هیله بښونکی بولي چې طالب قیادت د ولسمشر غني د سولې وړاندیز رد کړی نه دی ، خو که د طالبانو د موقف ماهیت ته وکتل شي د ښاغلي غني د وړاندیز په اړه د هغوی سکوت د هغوی د توافق په معنا نه ، بلکې اصلا د ښاغلي غني وړاندیز ته د هغوی د عدم اعتناء او نه ارزښت ورکولو په معنی دی چې له سره یې د ردولو او په اړه یې د غبرګون ښودلو وړ نه بولي.

ځکه طالبان پوهیږي چې ولسمشر غني یا په افغانستان کې د امریکایانو له روانو جنګي عزائمو او تحرکاتو څخه نا خبره ساتل کیږي او یا د هغوی په اړه تجاهل کوي چې په دې دواړو صورتونو کې د امریکایانو په شتون کې د هغوی له تحت الحمایه حکومت سره سوله کول اصلا معنی نه لري.

د ټرمپ د جنګي ستراتیژي په ترڅ کې روانې جګړه ییزې هڅې او د کندوز د دشت ارچي پر دیني مدرسې بمبار کول چې له امله یې سلګونه حافظان او دیني علماء مړه او ژوبل شول په حقیقت کې د جګړې د تشدید او ګرمولو هغه خونړۍ هڅه ده چې د سولې ټول امکانات له منځه وړي او جانب مقابل (طالبان) د انتقامي غبرګون لپاره تیاروي.

په دغسي یوې بي باوره فضاء کې د سولې شورا او نامعلومو طالبانو تر منځ هر ډول تماسونه له سیاسي تجارت او د واقعي سولې له سبوتاژ کولو پرته بل هیڅ مفهوم نه لري.

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

داخو معلومداره خبر ده چی د طالبانو اسلامی تحریک د پیسو په مقابل کی خپل سپیڅلی جهاد نه پلوری او بیا دی لاسپوڅی دولته خو په هیڅ وجه اهمیت نه ورکوی د طالبانو اسلامی امارت انشاالله ډیر ژر به رنګ راوړی او دا لاسپوڅی غلامان به له خاورو سره خاوری کړی.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

هو، پخوا به طالبانو د غلامانو دی ډول وړاندیزونو او ننواتو ته سخت منفی ځوابونه ورکول . چه زما په شان کوچنی مسلمانان هم په دغه کار ناخوښه وو په دی چه : غلامانو ته منفی خواب ورکول هم د هغوی په رسمیت پيژندنه ده او غلامان هیڅ هویت نه لری ، هر هغه څوک چه د الله ج له بندګی غیره د بل چا پندګی ومنی هغه انسانی هویت او شخصیت له لاسه ورکوی یعنی هغه د خالق په مخلوقاتو کی تر ټولو ذلیله مخلوق دی مثبت او منفی ځواب خو هغوی ته ورکول کیږی چه څه انسانی هویت… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

عبدالولی صاحب ،د جګړه ګټونکی نه لری،دطالیبانواودولت کامیابی دواړه نا ممکنی دی،طالیبانو به همدا تېښته ،او چریکی عملیات په برخه وی،په یو ځای د دوی کلک کیناستل مشکل دی،فعلاد کویته شورا په غله افغانستان هلمند ته راغلی ده،دوی کوشش کوی چه کسان د جنګ لپاره پیدا کړی،خو دځان له ډار څخه یی د هلمند ټولی مخابراتی شبکی تړلی دی،او د هلمند خلک یی له یوه غټ مصیبت سره مخا مخ کړی دی،او دوی دا ادعا هم کوی چه ګویا مونږ د خلکو مسلمانانو خدمت کوو،طالیبان ،او دولت دواړو ظالمین دی،او ظالمین کامیابیدل نا ممکنه ده،دولت ،او طالیبان چه په کومه… نور لوستل »

غمجن
میلمه
غمجن

نه نه طالبان چېرته سوله کوي، سوله خو ډېر بد کار دی! تل چې د سولې کومه اوازه خوره شي او د ځورېدلي ولس په زړونو کې لږ شانتې هيله پيدا شي، سمدستي بس داسې نا امېده کونکې ليکنې هم پسې شروع شي. و طالبانو ظالمانو خو راشئ کېنئ حتی د سولې خبرې خو شروع کړئ، په دې کې تاسې ته څه مشکل دی، يو ځل مذاکرات پيل کړئ بيا خپل ټول شرائط حکومت او ولس ته وړاندې کړئ. وبه ګورئ چې همدا ټول ملت راپاڅيږي او حکومت د شرائطو منلو ته اړ باسي. تاسې به په دې کار او… نور لوستل »

اسحق
میلمه
اسحق

ځدران صاحب ، د رمو په منځ کی خو هستوګنه لری ، مګر افغانستان کی نه د سویدن ( د اروبایانو ) د حیواناتو په منځ کی ژوند لری همدا دی دنده ده چه زمونږ ګران هیواد کی د اروپایانو او امریکایانو له اشغاله د خلکو مخ واړوی او داسی یی وانمود کړی چه طالبانو او حکومت دواړه سره ورونه یا دوه افغان قومونه دی دواړه ظالمان دی او یا دواړه د یوه او بل غلامان دی دواړه مظلوم اولس وژنی او ….. ځدران صاحب ، دا لمړی ځل نه دی چه زمونږ هیواد اشغال شوی حتی د اروپایانو ځانګړیتیا… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

موږ ولی باید مجبور اوسو چه په مستعار نومونو لیکنی او تبصرو وکړو؟
آیا زموږ مظلوم ؤلس حق نلری چه له ناټو او طالب پرته ځانته کوم بل الترناتیو غوره کړی؟فعلاً خو د عامو خلګو په وړاندی دا دواړه اهریمنان ( طالب او ناټو) د انسانیت خلاف اعمال تر سره کوی.

پتنګ
میلمه
پتنګ

اسحق صيب په لأس أو قلم د بركت شه الله پاك د ژوند ی راته لره! منا فقين ډير ژر مالوميږ ي او بحث ورسره ګټه نلري ، ددغو خلقو سترګي ړندي دي ددالرو او عيش په نيشه کی غرق دي! د وطن ازادي فرض دی زمونږ هيواد اشغال دی او مونږ وژني ، د طالب جنګ حق دی د اشغال پر ضد الهي د موفقيت ورته ورکړي ! که طالب نه وي او فرضا اشغالګر هم نه وي نو دا مظلوم اولس به له دغو دولتي او غيری دولتي لنډغرانو. او جنګي جنايتکارانو څخه څوک خلاص کړي ؟؟؟. طالب… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

​السلام علیکم و رحمة الله و برکاته! هموطنان عزیز، صلح و انتخابات شرایط دارد؟ افغانستان وطن عزیز، ما اشغال است استقلال سیاسی، تمامیت ارضی، خود ارادیت،​ حاکمیت ملی ندارد و رئیس غلام بچه های دوسره کابل در سفارتخانه امریکا بی شرمانه علنی انتصاب شد توسط جان کری و در یک کشور اشغال شده که رئیس دست نشانده جیره خور خیرات خور باشد انتخابات هیچ مفهوم ندارد و چرا تحصیلکرده های امروزی ما اینقدر بیغیرت بی همت شده اند انتخابات زیر موزه عسکر بیگانه یعنی غلامی بندگی وووووو!! وقتیکه کفار بر سرزمین مسلمانان حمله کند بر همه مسلمانان همان سرزمین جهاد… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

عبدلقدیر مهمند.فامیل ات را از امریکا به افغانستان انتقال داده ،و قومانده جهاد را در دست خود ګرفته،بیبینم شما چه قسم تکتیک های جهاد را بیش میبرید،به هیچ دلیل فتوې جهاد تو،و قومانده شخصی خودت قابل قبول نبوده،بلکه این یک رېشخند به جهاد مقدس است،به شکم سیر ،به جیب پور از دالراز امریکا به افغان های جنګ زده قومانده داده ،که این یک طعنه به افغان است،افغان ها را به جنګ و جدل سوق، به جای ان به پسران و دخترانت که در امریکا استند ،به راه نیک راست رهنمایی نمایید،از شر و فساد دست بر دار،ضرورت به تو نیست… نور لوستل »