هـمـت بـدري… غـزل

نه سـېـلۍ وه نـه خـزان وو
شـین چمـن او سره ګلان وو

هرې خوا دنغمو شور وو
په هر ځای کې بلبلان وو

دغا ټولو به مستـي وه
په مسکا به ارغوان وو

هر یو بـو ټی دصحـرا به
زرغون شوی په باران وو

سم جنت په دې دنیا کې
یو وخت دا افغانستان وو

دخدای حکم به جاري وو
پرې حاکم دخدای قرآن وو

چه کابل کې ګران عمر وو
د هـر چا پـوره آرمـان وو

مینه مینه وه ژوندون وو
د.هـمـت. زړګی ودان وو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.