۱۲ دقیقې

لیکوال : جاوید چوهدري

ژباړه : عبدالفتاح فاتح

ماحول آرام شو هیچا څه نه ویل ژوره چوپتیا خپره شوه زموږ ټولو ګمان دا وو چې اوس به زموږ تر څنګ ناست سړی ولاړېږي او مقابل سپین سترګي شخص ته به سپکې سپورې وايي او په وهلو، وهلو به یې له خونې باسي خو !

زما تر څنګ ناست سړی پاڅېد د مقابل شخص د وهلو په ځای ، مخامخ غسل خانې ته ننوت له هغې خوا راووت اودس یې کړی وو دمېز په سر باندې ایښې جای نماز یې ورسره واخست او د څنګ خونې ته ننوت ، موږ د شیشې له دې خوا ورته کتل هغه جای نماز وغوړاوه او په لمانځه ودرېد.

دلته مقابل شخص له غوسې سور اوښتی وو ، یو په بل پسې يې درې ګیلاسه اوبه وڅښلې ، ټلیفون یې ورواخست له یو چا سره یې خبرې شروع کړې ورو ، ورو یې غوسه سړېده او د مخ رنګ یې عادي حالت ته راګرځېده.

چې ټلیفون بند شو سړي زموږ لور ته راوکتل ، سترګې یې ټيټې وې ویې ویل:

زه بخښنه غواړم منشي مې درواغ راته ویلې وو ، ما هسې بې ځایه له بېګ صاحب سره زیاتی وکړ ، زما اسناد رښتیا هم له دې ځایه لېږل شوي وو ، زه تاسو ته ډیر شرمنده یم ، له تاسو ټولو بخښنه غواړم.

موږ چې دلته ناست وو کله به مودې سړي ته وکتل چې سترګې یې لاندې په فرش خښې وي کله به مو تر شیشې ها خوا (بیګ ) صاحب ته وکتل چې په نهایت عاجزۍ سره په لمانځه ولاړ وو ، لږ ځنډ وروسته بیګ صاحب لمونځ خلاص کړ ، جای نماز یې ټول کړ ، له ځانه سره یې ورو، ورو په تسبیحاتو شونډې خوځولې او خونې ته راننووت .

جای نماز یې کېښود او په ډیر اطمینان یې مقابل شخص ته وویل ( ما ستاسو اسناد له دې ځایه لېږلې ، شاید ستاسو منشي تاسو ته درواغ ویلي وي ، تاسو ولاړ شئ ، خپل اسناد مو وګورئ ، که مو پیدا نه کړل سبا یا بله ورځ راشی بیا به موږ او تاسې یو ځای ورپسې وګرځو ).

مقابل شخص وویل : بیګ صاحب زه ډيره بخښنه غواړم ، زه تاته ډیر شرمنده یم ، تاسو رښتیا هم زما اسناد له دې ځایه لېږلي ، منشي مې ماته درواغ ویلي وو .

بیګ صاحب له ځایه پاڅېد د مسکا هڅه يې وکړه سړی یې په اوږه وټپاوو رخصت یې کړ.

سړی تر هغو چې په موټر کې کښېنستلو په سینه یې د احترام لپاره لاس نیولی وو .

ما دا ټول حال ولید، کله چې بېګ صاحب بېرته راغی ومې ویل : بېګ صاحب ! تاسو ددې سړي په ښکنځلو ، پوچې خولې او سپین سترګۍ هیڅ غوسه نه شوی ؟! سره ددې چې تاسو رښتینئ او هغه سړي درواغ ویل ؟

بېګ صاحب وویل : ته څه پوه شوې چې زه غوسه نه شوم ؟ زه په غوسه کې تر اخرې سرحده ډوب وم .

ومې ویل : خو تاسو یې هیڅ اظهار ونه کړ ؟

ویې ویل : ځکه چې زه غوسې ته د کېمیا له نظره ګورم او هر څوک چې غوسې ته د کېمیا له سترګو ګورې هغه خپله غوسه په ډېره اسانۍ سره پټولای او قابو کولای شي .

ومې ویل : ښا نو کېمیا د غوسې په اړه څه وايي ؟

هغه موسک شو ویل یې : زموږ په بدن کې شپاړلس کېمیاوي مرکبات دي چې زموږ په وجود کې احساسات او جذبات راپیدا کوي، چې دا احساسات بیا زموږ عادي حالت بدلوي او شخصیت مو ترې اغېزمن کېږي .

حیران شوم ، ومې پوښتل :مثلا ؟

هغه وویل مثلا غوسه یوه جذبه ده ، دا جذبه په بدن کې کېمیاوي عکس العمل راپاروي د بېلګې په ډول : زموږ بدن انسولین نه دي جوړ کړی ، یا یې کم جوړ کړي ، زیاته مالګه مو خوړلې او یا هم په وږي نس له کوره راوتلي یو ددې پایله دا کېږي چې زموږ بدن ددې عملونو په وړاندې عکس العمل ښيي چې همدا عکس العمل په موږ کې د غوسې جذبه راپیدا کوي او زموږ جذبات راپارول کېږي خو دا جذبات او پارېدنه یوازې دوولس دقیقې عمر لري ، دوولس دقیقې وروسته زموږ بدن هغه مواد چې نشتون یې غوسه راپارولې وه پیدا کوي او په پنځلسو دقیقو کې دننه موږ بیرته عادي حالت ته راګرځوي چا چې په ژوند کې یوازې دوولس دقیقې خپل ځان قابو کړ د غوسې له تباه کوونکو پایلو څخه به امن وي .

ومې پوښتل : آیا دا نسخه یوازې د غوسې لپاره ده ؟ ویې خندل نه ! زموږ په بدن کې شپږ مهم احساسات دي (غوسه ، وېره ، حیرانتیا ، لطف ، نفرت او غم ) ددې ټولو احساساتو عمر یوازې دوولس دقیقې دی، صرف دوولس دقیقې مو غم ځوروي ، دوولس دقیقې یو شي ته ډېر هوسېږو ، غوسه مو هم دوولس دقیقې دوام کوي او له یو چا څخه نفرت هم تر دوولس دقیقو پورې پايي، تر دوولس دقیقو وروسته زموږ بدن ټول احساسات بیرته سړوي او عادي حالت ته مو راګرځوي .

ومې پوښتل خو ډېر وخت مې خلګ لیدلي چې په ورځو ، ورځو خفه وي ، غوسه یې نه سړېږي ، همېشه له یو شي نفرت کوي او یا هم ټول عمر له یوشي ویرېږي؟!

ویې ویل : جذبات یو بلنده اور ته ورته وي که ستاسو څنګ ته اور بل وي او تاسو په هغه باندې څاڅکي څاڅکې تیل شیندی یا ورباندې وچ لرګي غورځوی څه فکر کوې اور به مړ شي ؟ نه ! بلکې دا اور د سړېدلو په ځای نور هم ژبغړانده کېږي .

زموږ څخه هم ډیر خلګ همداسې وي دوی خپل جذبات د سړولو په ځای نور هم بلوي ، دوی نور هم تېل ورباندې شیندي او یا هم وچ لرګي ورباندې له پاسه ږدي، همدا سبب شي چې هغه جذبه چې ټول عمر یې دوولس دقیقې وو بیا په دوو ، دریو ورځو هم نه سړېږي او که تر دوو ، دریو ورځو نوره هم اوږده شي بیا نو دا جذبه زموږ عادت ګرځي بیا مو په شخصیت باندې دروند ناوړه تاثیر کوي او د ټول عمر لپاره راسره ملګرې کېږي .

ساه یې واخسته پسې اوږده یې کړه ډېر خلګ به دې لیدلي وي چې د تل لپاره يې په څېره باندې غوسه ، حیرت ، خفګان ، ویره او نفرت خپور وي آیا په سبب یې پوهېږي ؟

ښکاره خبره ده غوسه ، نفرت ، خفګان ، ویره او یا هم حیرت دوی ته راغلي خو دوی بیا تللو ته نه دي پرې ایښی او هغه یې له ځان سره ساتلي، همدا سبب دی چې پورته شیان یې اوس یو عادت او د شخصیت یوه برخه ګرځېدلې، دوی که هماغه وخت د دوولس دقیقو لپاره ځان قابو کړی واي نن به د خپلو جذباتو غلامان نه وای او نه به هم د خپلو احساساتو په منګولو کې راګیر وای .

ومې پوښتل نو آیا مینه یوه جذبه نه ده ؟

ویې ویل : ولې نه ! مینه او شهوت په حقیقت کې د لطف زېږنده دي ، ددې جذباتو عمر هم د نورو په څېر یوازې دوولس دقیقې وي، موږ ساده خلګ هسې د یار په زلفو کې ځان داسې بند کړو چې بیا هیڅ خواته ښورېدلای نه شو بیا ذلیل هم موږ یو او مجنون هم له موږ جوړ وي که چېرې موږ انسانان د دې شهوت په وړاندې یوازې دوولس دقیقې مبارزه وکړو ، هم به له ګناه خلاص یو ، جرم به مو هم نه وي کړی او له رسوایي به مو هم ځان ساتلی وي خو موږ دا نه کوو نو ځکه سنګسارېږو هم ، وژل کېږو هم ، جیلونه هم را باندې ډکېږي او زنداني کېږو هم ! که موږ دوولس دقیقې قید وزغمو له اوږده زندانه به مو ځان ساتلی وي .

ومې ویل : ته دا دوولس دقیقې ځان څه ډول په کنټرول کې ساتې ؟

موسک شو : ویې ویل ما ستا په وړاندې همدا اوس دا کار وکړ هغه سړی راغی ویل یې تاسو مې اسناد له دې ځایه نه دی لېږلي ما چې هر څومره ورته وویل چې ستاسو په اسنادو مې امضاء کړې او لېږلې مې دي خو ده نه ومنله زه یې دروغجن وبللم ، د ناموس ښکنځلي یې راته وکړې ، پوچ الفاظ یې راته وویل .

زما په وجود کې اور بل شو خو زه پوهېدم چې دا اور یوازې د دوولس دقیقو لپاره بلېږي، خاموش له ځایه پاڅېدم ، اودس مې وکړ او په لمانځه ودرېدم.. دې ټول کار ۲۰ دقیقې واخستې، په دې ۲۰ دقیقو کې زما غوسه هم سړه شوه او هغه هم په حقیقت باندې پوه شو که چېرې ما خپل ځان دا دولس دقیقې نه وای قابو کړی او همدلته ناست وای نو ما به ضرور د هغه د خبرو جواب ورکاوه، زموږ تر منځ به فاحشې خبرې شوی وای ، د دفتر کارونه به ټول پاته وای، خلګ به زموږ په ګواښ اخته وای په دې سره هم ده ته او هم ماته زیان رسېده او په پای کې مو اعتراف هم خپله کاوه چې ناپوهان وو خو اوس څه وشول ؟ زه ولاړم لمونځ مې وکړ، غوسه مې هم سړه شوه، هم دفتر له زیان خلاص شو او هم زما او د هغه عزت خوندي پاتې شو.

ترې ومې پوښتل : آیا ته همېشه د غوسې د قابو کولو لپاره لمونځ کوې ؟

ویې ویل : کله هم نه ! زه چې کله هم په کومه لانجه واوړم خاموشي اختیاروم ، حتی خاندم هم نه ، یوازې موسکا کوم ، او په مسکا ، مسکا کې بل کار شروع کوم یا خپل مېز پاکوم ، یا خپلې مور او یا هم کورنۍ ته زنګ وهم ، یا خپلې سترګې پټوم او استراحت اختیاروم او کله کله بیا غسل کوم زه د شلو دقیقو لپاره دخاموشۍ روژه نیسم په دې شلو دقیقو کې که د سنډې طوفان راشي هم زه خپله خوله نه خلاصوم په دې کار کې دوولس دقیقې وخت تېر شوی وي او په دې دوولسو دقیقو کې زما عقل هم بيرته ځای ته راغلی وي او طوفان هم تېر شوی وي.

ومې ویل که دا ټول سهولتونه هلته نه وو بیا څه کوی ؟ ویل یې زه خاموشي اختیاروم داسې خاموشي چې د ځمکې ټول طوفانونه یې نشي ماتولای او په دې توګه مشکلاتو ته شکست ورکوم.

په مسکا يې وویل : په هر حال تاسو هم خاموش پاتې شئ او په خپلې خاموشۍ د ژوند مشکلاتو ته زوروره ماتې ورکړئ.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

Bag Sahib is 100% right, years ago I read a book in Psychology. It said when someone gets angry and stressed then he leaves the place and gets busy on doing some thing for 10 to 20 minutes his anger will dissipate, in this case prayer is the best thing which I usually do in the time of anger..

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فاتح صاحب تاسی ته چه دغه ښکلی توصیه او د عبرت درس مو ژباړلی او هم چوهدری صاحب ته چه د غه ملغلرو په شان لیکنه یی کړی ماته خو ډيره اموزنده وه او هڅه به کوم چه عمل پری هم وکړم ، دا لمړی ځل نه دی چه دوی دا لیکلی یعنی د غوسی ماتولو د پاره یی ښه طرحه کړی لکه څوک چه یوه ودانی چوړوی او تر ودانی د مخه د هغه ودانی پلان او نقشه جوړوی بیا هر څه اسانه وی که نقشه او پلان سرم شکلی ودانی به جوړه شی ، دغه لیکنه کی د… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

د دی دولس دقیقی لیکنه سره زه بیلکل موفق نه یم،هغه دا چه لیکوال لیکلی چه بعد له دولس دقیقی څخه انسان نورمل حالت ته راځی.غوسه ،هر څه سړیږی،نو افغانستان کی دا څلویښت کاله جنګ دی،او د افغانانو غوسه سړه نه شوه،بلکه ورپسی نوره هم توده شوه.نوره هم ورپسی ګرمیږی،نه څوک ستړی کیږی،نه بیده کیږی،نه په مرګونو دړکوداریږی،وه جنګونو کی پیدا ،او ځوانان شول،په همدا جنګونو کی فنا هم شول،د غوسی هیڅ پته نه لګیږی چه کله به سړیږی،دولس دقیقی څه چه کلونه کلونه وخت یی وونیو.نو پوښتنه دا ده چی زمونږ غوسه نه ده؟او یا موږ انسانان نه یو؟زموږ… نور لوستل »