fbpx

د پنجابيانو دښمنان خو په جيبو کې شنه زرګونان !!

ليکونکى: جميل کندزي

د مدرسې يو ملګرى مې له تازه د جلال آباد له امنيته راخلاص شوى او خپله د ګرفتارۍ قيصه يې راته داسې کړه!

د ماخوستن لمونځ مو کليوالو سره په جماعت وکړ، فضائل اعمال تعلیم نه وروسته کليوال کورونه ته ستانه شول او زما خدمت ؤ، فوراً خپل کار پسې پاڅېدم.

لوښې مې پرېمنځل، د شلو کورونو ګډ وډه ترکاري مې پتېيلې ته ورخطا کړه، ترکاري راته کمه ښکارېده نو يوه لوټه اوبه او لږه مالګه، مې هم ورمضاف کړې.

پتيله په ګاز ډبه پرته وه، څمڅۍ پکې وهم، وخت نه په استفادې سره مې ورته د سورت ملك تلاوت هم شروع کړ.
بل ملګري باندې مې غږ کړ!

مولوي صاحب! زه مصروف يم، ورشه د ډوډو کوټې برابرې کړه، خو پام کوه چې خامه پخه، سړه تازه، توره سپينه برابر وويشي هسې نه چې غاړه مو بنده شي.

هر څه تيار شو خو متاسفانه کوم کور نه خراب پخلى راغلى ؤ چې ټول ديګ يې ځان سره بدمزه او خراب کړ، طالبانو اوبو سره وچه ډوډۍ وخوړه او بيرته خپلې مطالعې او تکرار ته کېناستل.

د شپې يولس بجې شوې، ځينو طالبانو باندې خوب غلبه وکړه او ستړي ستومانه د کتابونو او ريلونو تر څنګ څملاستل، خو ډېرو يې همت وکړ، په نهاره خيټه يې خپل کتابونه تر دولس بجو وګتل بيا پاڅېدل، اودسونه يې تازه کړل، دوه دوه رکعتو نفلونه يې وروسته خداى ته ډېر په خاکسارۍ لاسونه پورته کړه چې لوى الله ترې د طالبۍ دا سختي قبولې کړي، علم نافع سره د اخلاص او تقوا ورکړي او په آخر کې يې هم خپل ګران وطن او ټول اسلامي عالم ته يې د دايمي امن او سوکالۍ دعاﺀ وکړه، نور يې نو بسترې وغوړولې او په سنت طريقه ويده شول چې سهار تهجدو او فرض مونځ ته په وخت پاڅي.

د شپې دوه بجې وې، په دروند او خواږه خوب بيده ؤ، ناڅاپه د جمات دروازې درز لګول، درز سره سم نيغ راپاڅېدم ګورم جمات مسلح کسانو نه ډک دي، شور او وحشت يې برپا کړ.

دا چې زه له خوبه په وحشت راويښ شوم، زړه مې درزېده، د مسلح او مرهبه کسانو په لېدو مې لا وار اوپار خطا شو، طالبان ملګري مې هم ځينې ويده او ځينې په هيبت راجګ شوي وو.

عسکرو په ويشو طالبانو لاسونو شا له خوا کلک وتړل او د جومات منځ کې يې راغونډ کړل.

ويده کسان يې هم په لتو، چغو او وحشت راپورته کړل، لاس تړلي يې په ملاقونو زمونږ خواته راوروسل.

کلکه تلاشي يې واخېسته، موبايلي او هر څه يې ټول کړل، موږ لا لاس تړلي پر مخې پراته يو، حيران ديران يو بل ته ګورو چې خدایه دا څه په بلا واوختو.

عسکر تقسیم شول؛ چا د جمات، چا د کتابونو او بسترو تلاشي شروع کړه او چا د مبايلو ګتل، خو د يو څو نعتونو پرته، نور هېچ ونه موندل.

نور لکه د ليونو سپيو پر مونږ راغونډ شول، هر يو له هرې خوا راغاپي او خوله اچوي، د اخلاقي لحاظه، داسې فاحشه او غير انساني جملې استعمالوي چې (لا عين رأت و لا أذن سمعت).

يو پکې ډېر زيات بد زبانه، بدشکله او قبيح انسان ؤ، په اوږه يې د ډاکټر نجیب عکس هم لږولى و، قواره يې داسې له نحوسته ډکه وه تا به ويل چې په دنيا کې ورته د جهنم بشارت ورکړل شوى.

کنځلې، تهمتونو، لعن و طعن خو يې داسې زباني زده کړې وو لکه د ضرب يضرب ګردان، ملا او پټکي سره خو يې دښمني فطرتاً په خټه کې اغږل شوى.

د وطن دا اصيل بچى، د اسلام ټيکه دار او د پاکستان سر سخته دښمن سر نه تر پښو پورې، د صليبيانو په وسله او يونيفورم سمبال ؤ، خارجي پاکټ شوي خوراکونو لکه د خره پړسولى و.

دغه ظالم او بې رحمه په ناڅاپۍ کې يو خوارکي طالب ته، په سينه يو زوروره لته ورکړه چې ورسره جيب نه يې د پيسو بټوه هم وغورزېده چې له *شنو زرګونانو ډکه وه*.

نور يې نو مونږ يو څو کسه د ترهګرو، وطن دښمنانو او پنجابيانو په تور ځان سره يوړو، څو مياشتې امنیت کې بې پرسانه پراته و، په وهلو او ټکولو يې راته د غوږونو او اعصابو تکليف هم راپيدا کړ، پرته له دې چې کوم جرم ثابت کړى راخوشې يې کړو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom prince
میلمه
masoom prince

مسلمانانو وروڼو ډیر باید ځیرک او بیدار او دکفارو د هر قسمه فریب څخه ځان وساتﺉ دې سیمې ته اول انټرنیټ راوستو بیا یې ورته سپاﺉ بوک جوړکړو نو بیا یې ورته کراي سپیان پیدا کړل چي اوس شپه او ورځ کې غاپی همیشه مسلمانان قوم پرستی خراب کړل نو موژ ته پکار ده چې د خپل کور زمرﺉ مړ نکړو زکه چې د بل کور سپﺉ به مو وخوری

Zadran
میلمه
Zadran

جمیل کندوزی صاحب.کومه کیسه چه تا لیکلی ده،یو څه نه څه غواړ د ور اضافه کړیدی.اول دا چه پولیس،یا عسکر،په ولی باندی د نجیب عکس نه لګوی.دوهم،دا چه په توره شپه کی چه له جیب څخه بټوه وغورځی.نو اول خو دوباره نه پیدا کیږی،که پیدا شی نو هیڅ پته یی نه لګیږی چه څه په کی وو،ځکه چه توره شپه وی،زه فکر کوم چه تا د شپی روسی دوربین په سترګو وه.چه بټوه کی د زرګون ولیدل.نوی د شپی دوربینونه تاسو ته راسیدلی دی،

pattang
میلمه
pattang

ځدران خو ډير پښتانه خلک دي ، او دفاسد دولت مذدوران او داشغالګرو غلامان ان د خپلې ښځې کالي د cia
په دالرو اخلي نو طالب ولې اصلحه له نورو څخه وانخلي تر څو چې اشغالګر او مذدوران یې افغانستان پرېږدي
او په ککړه … منډې ووهي !!!