fbpx
hindo god tail

د هندوانو خدای له ځانه لکۍ پرې کوي

نن ټکی آسیا: هندوان د یوه ۱۳ کلن ماشوم عبادت له دې امله کوي چې ۷ انچو څخه اوږده لکۍ لري.

ارشد علي خان د هند په پنجاب ایالت کې اوس د هندوانو لپارمقدس انسان دی. ددوی په اند نوموړی د انسان په شکل کې خدای (هنومان) دی.

د پنجاب هندوانو تر هغې وروسته ددغه ماشوم عبادت پیل کړ، چې دده تر شا یې اوږده لکۍ وموندله.

ارشد علي نادرې وايي، دی ګرځېدی نشي، دی وايي دغه لکۍ خدای راکړې، خلک زما ځکه عبادت کوي چې زه خدای ته دعا کوم او خدای دغه دعاوې قبلوي.

د لکۍ په اړه زه نه ښه، نه بد احساس کوم. رسمي ورځو کې مکتب ته ځم او د رخصتۍ په ورځ له ۳۰ تر ۴۰ کسان زما خواته راځي، دوی دعاوې غواړي زه يې امیدونه پوره کوم.

ارشد علي له خپل نیکه سره اوسیږي، دی څلور کلن و، چې پلار یې مړ شو، مور يې د پلار تر مرګ وروسته دوهم واده وکړ.

ارشد اوسمهال د ګرځېدلو پر وخت له ستونزو سره مخ وي، نوموړی سم نشي ګرځېدای، ډاکترانو ورته ویلي چې دده لکۍ د پرې کولو سره به نوموړی ښه شي.

ارشد وايي، زه خپله لکۍ پرې کوم، خلک به بیا هم پر ما عقیده وکړي.

د ارشد نیکه وايي چې پریکړه د ارشد لاس کې ده چې لکۍ پرې کوي او که یې پریږدي.hindo god tail 2

په هند کې اوسمهال په لسګونو زره ادیان او معبودان دي، دوی د هر څه عبادت کوي، په انسان، غوا، ونه او نورو شیانو کې خپل خدای ګوري.

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د