fbpx

د نوم لیکنې په اړه د ولسمشر غني خبرې څه په ډاګه کوي

لیکنه : عزام حقاني

ولسمشر غني تیره ورځ د توحید ملي مرکز کې د ویډیویي کانفرانس له لارې د نوم لیکنې بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه.

نوموړي د حج او اوقافو وزیر ته هدایت وکړلو چې ملا امامانو ته هدایت وکړي چې د جمعې په لمانځه د تقریر پر مهال خلک ټاکنو کې د ګډون لپاره راوبولي.

نوموړي همدا راز د هیواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو غوښتنه وکړه چې دولتي مامورین او د دوی د کورنۍ هغه غړي چې د رایې ورکولو په شرائطو برابر دي راتلونکې اونۍ دې نوم لیکنه وکړي.

غني د وسلوالو ځواکونو مسئولینو څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه هم وکړه تر څو خلک په ډاډه زړه برخه واخلي.

ولسمشر غنی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تیره اونۍ د کندهار امنیه قومندانی ټولو مامورینو ته سپارښتنه وکړه چې له تذکرې سره د رایې کارت څوک ونلري عریضه یې باید ونه مني.
د غني له خبرو څو شیان په ډاګه کیږي:

۱ ــ خپله د دوئ په ژبه د ټاکنو مشروعیت تر سوال او شک لاندې دی ، ځکه که چیري داسي نه وي ولي له ملا امامانو څخه مرسته او کومک غواړي؟ او دا خبره ټول افغان ولس ته معلومه ده چې غني په هغو مسائلو کې چې د هغو مشروعیت تر سوال لاندې وي د حج او اوقافو وزارت ته مراجعه کوي څو له علماؤ څخه د هغو په اړه کار واخلي.

۲ ــ غني او اداره یې په دي پوه شوې ده چې د عامو افغانانو ملاتړ له ځان سره نه لرو ، نو ځکه له داسي لارو کار اخلي چې د ټاکنو ولاړ بهیر پرې روان کړي.

۳ ــ علماء په افغاني جامعه کې زیات احترام او قدر لري او خلک یې خبره ډیر ژر مني او څه پکي نه وایې ، خو ده چې له کومو علماؤ څخه د مرستې غوښتنه کړې هغوئ خپل اعتبار بایللې او خلک ورته د درباري علماء وایې او په خبرو یې هیڅ باور نه کوي.

۴ ــ غني او ادارې یې خپل اعتبار بایللی دی ځکه تیرو انتخاباتو کې افغانانو دټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه او رایه یې ورکړه خو ولي د افغانانو په رایه باندي نه مشر انتخاب شو او نه ورته احترام وشو، بلکه د افغانانو لپاره مشر د جانکیري لخوا د امریکا په سفارت کې دوه کسان انتخاب او دملي وحدت په نوم حکومت یې رامنځته کړ چې افغانانو په خپل تاریخ کې داسي کمزوری ، فاسد او د پردیو ګټو ته ژمن حکومت نه وو لیدلی.

نو داوس لپاره نه غواړي چې یو ځل بیا یې په سرنویشت لوبي وشي.

۵ ــ انتخابات په ډیموکراتیکو ټولنو کې له زیات ارزښت څخه برخمن دي ، او خلک په خوښي سره پکې ګډون کوي او د خوښې مشر ته رایه ورکوي.

خو په افغانستان کې بیا داسي نه ده بلکه په زور سره خلک مجبوریږي ، وهل کیږي چې ولي په انتخاباتو کې ګډون نه کوي او ولي کارت نه اخلي ، او بل په دي ورځوکې چې د انتخاباتو لپاره کارتونه ویشل کیږي بیا د انتخاباتو تر ورځي په عامولارو او تلاشیو کې د تذکرې سره د رای کارت پوښتنه هم کوي که له چاسره وو پریږدي یې او که نه وو ورسره تر شک او شبهې لاندي نیول کیږي چې ولي دي نه دی اخیستی، تر هګر یې پنجابی یې او داسي نور الفاظ ورته کاروي خو بالاخره ښه یې تهدید کړي او بیایې پریږدي . چې داوړ کړنه له ماسره شوې په تیرو انتخاباتو کې.

نو حقیقت کې دا انتخابات نه دي بلکي یو دیکتاتوري او فاشیستي حکومت ده او چې کوم راځي هغه هم ده. چې ښکاره بیلګه د کندهار د امنیه قمندان عبدالرازق څرګندونې دي چې له دي وروسته که چا رای کارت نه درلوده عریضه یې نه منله کیږي.

۶ ــ د انتخاباتو سوړ بهیر حکومت وارخطاء کړی دی ، نو ځکه یې داسي کارونو ته مخه کړې ده څو په ولس کې باور تر لاسه کړي . زما په آند

ولس به ولي نه ورباندي بې باوره کیږي ، په دي ورستیو کې چې کوم واقعات او پیښي د حکومت لخوا عمدا وشوې اوپه سلګونو بې ګناه افغانانو چې یو لوی شمیر یې دمدارسو شاګردان او استادان وو په شهادت ورسیدل له هیچا هیر نه دي ، او همدي حکومت ښه په افتخار سره وویل چې دومره ترهګر مو وژلي دي. او حال داچې ټول معصوم او تنکي دمدرسو حافظان او واړه طالبان وو.

یو زیات شمیر افغانان په دي باور دي چې د بهرنیانو په شتون کې انتخابات کول کومه ګټه نلري او نه هم د افغانانو په رایه سره څوک کامیابیږي بلکه وار تر له مخه چا چې دبهرنیانو باور او اعتماد تر لاسه کړی وي او هغو ته خوښ وي واک ته رسیږي ، نو ده څه لپاره هم ځان په تکلیفوو او ځان ته یو ډول مسؤلیت راجع کوو.

زه وایم که چیري یو ډله ناخبره او په حقیقت سترګي پټوونکو لخوا رایه ورکړله شي او نمایشي حکومت جوړ شي ، نو بیاهم یو قانوني دولت نشو ځکه اکثریت یې په مقابل کې ولاړ دی او نه غواړي چې نور بهرنیان دلته پاته شي او زموږ په ملي او بین المللي حق باندي لوبې او مسخرې وکړي، دزعامت ټاکل دافغانانو حق دی او باید د ځان لپاره په ازاده او مصؤنه فضاء کې یو داسي څوک وټاکي چې ددي هیواد اسلامي او ملي منافعو ته په کلکه ژمن وي ، او هم حق لري چې له خپل هیواد څخه دپردیو لمن ورټوله کړي او خپله له لاسه ورکړې آزادي تر لاسه کړي.

او آخیر کې افغانانو ته دا وایم چې ستاسو رأیې ته نه مخکي احترام او نظرشوی او نه اوس کیږي ، نو راځئ ټول په یو اتفاق او اتحاد سره امریکا ته ودریږو او د خپل هیواد پریښوولو ته یې مجبوره کړو او دا ورته ووایو چې د افغانستان د ټولو بدبختیو او ناخوالو اساس او منشاء تاسو یاست ، نور موږ افغانان دلته ستاسو حضور نه غواړو، موږ پریږدئ او نظام جوړونه مو سره پریږدئ .

که دلته بهرنیان موجود وي دښې ورځې لیدل پر تاسو حرام دي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د