آنلاین في البدیهه طرحي مشاعره‎

د تیري جمعي په شپه آنلاین في البدیهه مشاعره چي د ښاغلي عبدالرحمن محمود پر وال تر سره شوه موږ یي منتخب بيتونه ستاسو و مخ ته ايږدو هیله ده چي شعري تنده مو پري خړوبه شي.

ترتیب ورکونکی : عابد عمري

دا چي زندان ته حاضري ورکوو
بندي ضمیر ته ازادي ورکـــــوو

نظرممحمد عصام

بیا به بری مومـي د کلـــې طالب
مونګه و دوی ته خپل زړګې ورکوو

رحمت الله منيب

ښکلي هیواد ته په شهيدو وینو
د زړه له مینځه خوشبویي ورکوو

رحمت الله منیب

کړۍ کړۍ سره تړلي یو موږ
ثبوت د میني ځنځیري ورکوو

عبدالرحیم عباس

اشغال به ختم شي حریت به راشي
په دي امید موږ قرباني ورکوو

هدایت بدر

دا چې له سر او ماله تیر یوو مونږه
ځکه د ګل په شان زلمي ور کوو

نظرمحمد

سپيني ماڼۍ ته د خوراک په سترخوان
پریکړی سر د اشرف غني ورکوو

عابدعمري

یو څو بي پلاره او بي مندو ته موږ
سختي ضربې به پر تندي ورکوو

شاهین نظامي

د جمعې شپې او مبارکي ورځ کي
علیه السلام ته درود ابراهیمي ورکوو

قاري محمود

د پاک اسلام او ګران هیواد لپاره
تېر یو له سره پرې بچي ورکوو

عبدالرحمن محمود

د مینې درد به موږ په مینه پالو
ځکه مدام ورته زړګې ورکوو

سعيدبریال

چی کلیمه له سپین جبینه تړي
داسي زلمو ته شاباسي ورکوو

زین الله

موږ جنګ ته درومو د ثواب په نیت
د خدای لپاره خپل ځواني ورکوو

کاروان

خیر ده که زمونږ پکې ځواني خاوري شي
خو دې ملت ته خپلواکي ورکوو

رحمت الله منيب

چې قرباني ته ضرورت شي کله
ایثار د ویني به دستي ورکوو

عابد عمري

دغه ټاټوبی د ميرویس نیکه دی
کله یي چاته په اساني ورکوو

معصوم زابلي

که مو لاسو کې زولنې شرنګیږي
دتاریخ یاد ته میړني ورکوو

عابد عمري

په ارګ به رپي د توحید کلیمه
شعار اسلام او افغاني ورکوو

طاهریوسف

زموږ قیام به دوی کمزوری نکړي
د ملالي أنا بچې ورکوو

عبدالرحمن محمود

أزادۍ راسه انتظار مو اوږد سو
تا پسي ستورې او غمې ورکــوو

رحمت الله نړیوال

دار او که تخت دی ؛ را ته یو دي دواړه
موږ عاشقان سر په خوښي ورکوو

افغاني تلکاني

دښمن مو تل پر میدانو ځپلی
تکړه وارونه د زمري ورکوو

رحمت الله منیب

لکه پتنګ د دین ژغورنې په نېت
لمبو ته غېږ براهمي ورکوو

عبدالرحیم عباس

محمود صیب تل مشاعره جوړوه
موږ به په مینه رباعي ورکوو

حفیظ پيرزاده

خوښه یې خوري یې او که بل څه پرې کړ‎ي
موږ‎ خیـــــــــــــاطانو ته گنې ورکوو

احمدبریالی

دروڼ احساس دډېوه ګۍ له رڼا
تیاره درشل ته رڼايي ورکوو

عابدعمري

اوس دي معلوم کي شاعران ځانونه
مونګه و دوی ته سلامي ورکوو

شمس الحق غورځنګ

دآزادۍ ناوی به کورته راوړو
سومره چنارچنار زلمې ور کوو

عارف بدر

دوښمن موځکه ماتي ومنله
چه مونږمرمۍ ته خپل تندی ورکوو

حمزه حسيني

د ازادۍ لـیلا بـه ژر پخلا کــړو
په نذرانه کې خپل تندي ورکوو

نظرمحمد عصام

غلیمه راشه دا بیتونه واوره
څنګه ذهنو ته روښنايي ورکوو

حمدالله دانشمند

د ښې رنګینې ازادۍ له پاره
فدا کتار، کتار غمي ورکوو

نظرمحمد عصام

دوی پرلتیانو ته زرګون ورکوي
موږ پروژو ته ناکامي ورکوو

عابد زرمتی

چـه هر دښـمن ددین مـنار نـــړوی
دین ورنه ساتو ځان دستی ورکوو

حمدالله دانشمند

لا یې اوس هم موږ د منت مرهون یو
ځکه امېــــــل رامبېـــــل زلمي ورکوو

افغان زیری

په سوله موله دې موږ نه غولیږو
یومخیز زیری د بري ورکوو

انعام نعیمي

د هر مغرور شوې ککرۍ را پاتي
موږ ګوزارونه عمري ور کوو

اسماعیل سعادت

چې سپینږیرتوب ته به رسیږوکنه؟
زکات دمينې په ځواني ورکوو

اجمل تاند

چي د مجروح سترګې دي تل پري يخي
لقب یي یار ته د غـــازي ورکـــــوو

نعیم ستومان

چې دا سرشاره غلیګمی په هوش شي
څو ګوزارونه عمري ورکوو

صلاح الدین ایوبي

مونږه اواز دحق کوو په جهان
داسى غوټي غوټي زلمې ورکوو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.