د سیګار ادارې مشر: جان سوپکو

سیګار وایې: ناسمو تګلارو او اداري فساد د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غویی، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيگار» په خپل تازه راپور کې ويلي، د ۱۷ کلونو تیریدو لاهم دافغانستان اقتصاد دامریکا دناسمو اقتصادی تګلارو او اداري فساد دشتون له امله په خپلو پښو نه دی ولاړ او ټوله تکیه یې د امریکا پر مرستو ده.

سیګار امریکا تورنه کړه چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې دطالبانو درژیم له ړنګیدو سره دافغانستان اقتصاد ته خاصه پاملرنه نه ده کړې.

دسیګار ادارې مشر جان سوپکو وايي، چې افغان چارواکو د امریکا او نړيوالې ټولنې ډېری مرستې له هېواده بهر ويستي او له همدې امله تر اوسه د بيا رغونې، ټرانسپورټ، مخابراتو او نورو چارو کې افغانستان د امریکا او نورو هېوادونو مرستو ته اړ دی.

سیګار زیاتوي دافغانستان چاپيریال او وضیعت په سمه توګه نه دی ارزول شوی او د امریکا او نړیوالې ټولې شوې مرستې له لومړي سره په غیري منظم ډول دناسم پلان او مهال ویش له امله بې ځایه لګول شوي او پراخ فساد پکې شوی دی.

سيگار د افغانستان د خصوصي سکتور د زوال او کمزورۍ په اړه وايي: «شخصي اړيکې، کاواکه قضايي نظام، اداري فساد او ناسم اقتصادي وضعيت او په ادارو کې د متخصصو کارکوونکو د نه شتون له امله د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکتور له ناکامۍ سره مخ دی.»

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه هم وايي، چې د اداري فساد، امنيتي گواښونو او د حکومت له لوري پانگوالو ته د اسانتياوو د نه برابرولو له امله ډېری پانگوال په هېواد کې د پانگونې لپاره زړه نه ښه کوي او په سوداگرۍ کې ډېر کموالی راغلی دی.

خو افغان حکومت بیا ددې ټولو بدبختیو اصلي لامل نا امني یادوي او زیاتوي چې په داسې یو پلان یې کار کړی چې یادې ستونزې به په تدریجي شکل ختمې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د