آی پي ایل: محمد نبي د آی پي ایل تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونکی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه توپ اچونکی او غوره آلراونډر د هند په سوداګریزو سیالیو کې تر دې دمه په اقتصادي توپ اچونه کې په لومړي نمبر دی.

محمد نبي که څه هم په روان پړاو کې تر دې دمه کومه لوبه نه ده ترسره کړې، خو د تېر پړاو په غوره توپ اچونې سره یې تر دې دمه په اقتصادي توپ اچونه (یعنې په یوه اور کې یې د ورکړو منډو اوسط ۵.۲۷ دی، چې تر دې دمه تر ټولو غوره دی) کې لومړی نمبر خپل کړی دی.

نوموړي په تېر پړاو کې یوازې ۳ سیالۍ ترسره کړې او په دریواړو سیالیو کې یې ۱۱ اورونه ترسره کړل، چې یوازې ۵۸ منډې یې ورکړي او دوه ویکټې یې ترلاسه کړي دي.

محمد نبي تر دې دمه د ۵.۲۷ اکانومي اوسط په لرلو سره په ټولو توپ اچونکو کې مخکې دی او په لومړي نمبر دی، له ده وروسته مایکل کلارک دی، چې په شپږو سیالیو کې ۶.۰۹ اوسط لري.

د یادونې وړ ده چې محمد نبي د هند په سوداګریزو سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا لوبیږي، چې اوسمهال یې لوبډله کې شکیب الحسن ځای نیولی دی چې تر دې دمه ښه ځلېدلی دی، خو شاید په راتلونکو سیالیو کې محمد نبي ته هم چانس ورکړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د