نړۍ
ایران:دمسیحیانومشران نیول شوي

په خبر کې د نیول شوېو کسانو شمېر نه دي ښودل شوي خو د تهران د والي مرتضی تمدن له قوله ویل شوي چې دغې ډلې په کلتوري غونډو کې د بریتانیا په مرسته د افراطي مسیحي افکارو د پراختیا لپاره تبلیغ کاوه،خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د ایران د سیاسي مخالفانو، سهم نیوز ویب پاڼې راپور ورکړی چې د کرسمس له ورځې راهیسي ۶۰ مسیحیان نیول شوي دي چې په هغو کې یو مذهبي مشر هم شامل دی چې د تېرې جمعې په ورځ توقیف شو.
په خبر کې ویل شوي چې دغه مذهبي مشر لیونارد کیشیشیان نومیږي چې د ایران په مرکزي ښار اصفهان کې امنیتي چارواکو خپل دفتر ته ورغوښتي و او توقیف یې کړ.
خبریال پاڼه