govt-school-480x238 wazeeristan

د پاکستان قبايلي سيمو کې ښوونځي او پوهنتونونه بند شول

نن ټکی اسيا: د پاکستان ټولو قبايلي سيمو کې ګڼ ښوونځي او پوهنتونونه د امنيتي ستونزو له امله تر نامعلوم وخته بند شول. پاکستاني چارواکو باجوړ، مومندو، خيبر او نورو قبايلي سيمو کې ټول ښوونځۍ او پوهنتونونه بند کړي دي.

چارواکي وايي، چې د امنيتي ستونزو او شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر خلاف د پوځي عملياتو له امله کيدای شي، هيواد کې امنيتي ستونزې ډېرې شي، له همدې امله يې ټول تعلیمي مرکزونه بند کړي او اعلان یې کړی، چې د ټولو حساسو دفترونو او مهمو سيمو امنيت ته دې جدي پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر خلاف پوځي عملياتو پيل کړي او تر اوسه يې د سلګونو طالبانو د ژولو دعوه کړې، مګر د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد وايي، چې دوی او ټول ملګري يې په خوندي سيمو کې دي او تر اوسه يې يو ملګری هم د پاکستاني پوځيانو په بريد کې نه دی وژل شوی او د پاکستان جيټ طيارې او پوځ پر ولسي وګړو بريدونه او بمبارۍ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د