
عطا نور: له درې نیم ملیونه خلکو څخه درې نیم زرو نوم لیکنه کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غویی، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس عطا نور ویلي چې په بلخ ولایت کې درې نیم ملیونه خلک ژوند کوي خو تر اوسه پوري یوازي درې نیم زرو کسانو د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
نوموړي ویلي چې د نوم لیکنې ټکني بهیر د راتلونکو ټاکنو په اړه جدي پوښتنې را ولاړي کړي دي.
عطا نور نیوکه کړې چې د ټاکنو خپلواک کمیسون په خپل کار کې پاتې راغلی او د ټاکنو لپاره د عام پوهاوي په برخه کې هم ناکام دی.
باید وویل شي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه له تیرې یوې اونۍ راهیسي پیل شوې خو د پلازمینې کابل په شمول د اکثرو ولایتونو څخه د خلکو د عدم دلچسپي خبرونه ورکول کیږي.
په تیرو ورځو کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په دغه ولایت کې ټولو امنیتي او دولتي ادارو ته امر وکړ چې د هیڅ چا عریضه دي تر هغو نه قبلوي تر څو چې يې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه نه وي کړې چې له امله یې په دغه ولایت کې د نوم لیکنې بهیر د موقت وخت لپاره ګړندی شو. په همدې ولایت کې د خلکو د اسانتیا لپاره د نوم لیکنې په هر مرکز کې د نویو تذکرو ویش هم پیل شوی چې ځیني خلک یې په اړه شکمن دي.
بلخوا تېره پنجشنبه په ارګ کې د ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو جګپوړو مشرانو په ګډون د نوم لیکنې د ټکني بهیر په اړه بحث وشو او د ارګ څخه په خپرې شوي خبرپاڼې کې ولسمشر اشرف غني د اوقافو وزارت ته امر کړی وو چې د مسجدونو څخه په ګټې اخیستنې د جمعې په خطبه کې خلک نوم لیکنې ته وهڅول شي. نوموړي همداراز د ۳۴ ولایتونو د والیانو او جګپوړو چارواکو سره د ویډیو کانفرانس له لارې هم اړیکه ونیوله او د پوځ په ګډون دولتي مسؤولینو او د هغوی کورنیو ته یې امر وکړ چې ژر تر ژره دي خپل نومونه ثبت کړي او هم دي خلک د نوم لیکنې لپاره وهڅوي.