fbpx

آی پي ایل: شین واټسن د کرېس ګېل ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غويي ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه د چینايي سوپر کینګز او راجهستان رائلز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د استرالیا لوبغاړي شین واټسن د کریس ګېل ریکارډ مات کړ.

شین واټسن د ۲۰۱۸م پړاو آی پي ایل دویمه سلیزه ووهله او د کریس ګېل څخه یې زیاتې ځانګړې منډې جوړې کړې، نوموړي د ۶ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته په ۵۷ توپونو ۱۰۶ منډې جوړې کړې او په وروستي اور کې وسوځېد.

دوه ورځې وړاندې کریس ګېل د راشد خان لوبډلې پر وړاندې د ۱۱ شپږیزو او یوې څلوریزې په زور په ۶۸ توپونو ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، چې د روان پړاو تر ټولو زیاتې منډې او لومړۍ سلیزه وه، خودغه ریکارډ اوس د شین واټسن لخوا مات کړل شو، او ۱۰۶ منډې یې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د شین واټسن لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه، چې په ۲۰ اورونو کې يې د نوموړي په غوره سلیزه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې راجهستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۴۰ منډې جوړې کړې او د ۶۴ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

په یاد پړاو کې شین واټسن تر دې دمه په زیاتو منډو جوړولو کې درېیم نمبر دی، نوموړي په څلورو لوبو کې یې ۱۷۴ منډې جوړې کړي، کریس ګېل له ده وروسته په څلورم نمبر دی، چې په ۲ لوبو کې يې ۱۶۷ منډې جوړې کړې دي.

شین واټسن همدا ډول د یاد لیګ په همدې پړاو کې تر دې دمه په څلورو لوبو کې ۶ ویکټې هم ترلاسه کړي، چې په زیاتو ویکټو اخیستلو کې په اووم نمبر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د