نړۍ

شمالي وزيرستان: د امريکا بې پيلوټه طيارې بريد کې شپږ تنه وژل شوي

د شمالي وزيرستان ميرانشاه سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه طيارې راکټي بريد کې شپږ تنه وژل شوي دي.
ځايي خلک وايي، چې د امريکا بې پيلوټه طيارې د ميرانشاه درګاه منډۍ او توري خيلو کې څلور راکټي بريدونه کړي، چې شپږ تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي. عيني شاهدان وايي، چې بې پیلوټه طيارو له بريده وروسته سيمه کې پروازونه کول او د سيمې خلکو کې اوس ويره او ترهه خپره ده.
خبر زياتوي، چې د بې پيلوټه طيارې بريد کې وژل شوي او ټپيان سيميز روغتون ته لېږدول شوي دي.

تېره اوونۍ هم ميرانشاه کې د دوو پرله پسې بې پېلوټه بريدونو له امله شپاړس تنه وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۴ کال له پيله د بې پيلوټه طيارو دا دوهم بريد دی، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې يې کوي.

تېر ۲۰۱۳ ديسمبر مياشت کې د امريکا بې پيلوټه طيارې ميرانشاه کې وروستی راکټي بريد کړی و، خو د پاکستاني چارواکو په غوښتنه امريکا تر يو وخته نوموړي بريدونه بند کړي وو.

اوس چې پاکستان قبايلي سيمو کې د پاکستاني طالبانو او د هغو د پلويانو پر خلاف پوځي عمليات پيل کړي، امريکا هم يو ځل بيا خپل بې پيلوټه بريدونه پيل کړل.

د بې پيلوته طيارې بريدونو کې د وژل شويو کسانو هويت لا نه دی څرګند، خو ويل کيږي، چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x