افغانستان

زابل: ۱۳ تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غویی، ۱۳۹۷ل): دزابل چارواکي وایې، دتیرو څو کلونو راهیسې د زابل په نوبهار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې دتړل شویو ښوونځیو دروازې بیرته د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شوې.

د زابل د پوهنې رئيس نصرالله زاهد وایې، د يادو۱۳ ښوونځيو له پرانيستو سره د سيمې څه باندې درې زره زده کوونکو ته د بيا زده کړې زمينه برابره شوه.

د زاهد په خبره، د ولس په همکارۍ په خاک افغان، اټغر، ارغنداب، داى چوپان او ځينو نورو ولسواليو کې هم هڅې روانې دي، چې هلته تړلي يو شمېر ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

دنوموړي زیاته کړه،دسیمي اوسېدونکو د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې په هدف د ښوونځيو فعاله ساتلو لپاره له پوهنې رياست سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

دیادولو وړ ده چې څه موده وړاندې دیاد ولایت یوشمېر قومي مشرانو دیوه ولسي تړون له مخې پریکړه کړې وه چې هیچاته به دښوونځيو دتړلو اجازه ور نه کړي او ددغه کار مخنیوی به کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x