fbpx
نعمت الله احدي د ګلبدین حکمتیار سره د لیدنې پر مهال

کندهار: جنرال رازق د حزب اسلامي د ګوند یو مخکښ فعال نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غویی، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال رازق په دغه ولایت کې د حزب اسلامي یو سیاسي فعال د خپلو دوو تنو وروڼو سره یو ځای نیولی او نامعلوم لورې ته یې انتقال کړی دی.

د حزب اسلامي د مخکښ مشر قاضي حکیم زوی انجینر اصف حکیم پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د حزب اسلامي متعهد ځوان نعمت الله احدي د ملا عبدالاحد اخوند زوی د تیرې پنجشنبې په ورځ د جنرال رازق ملیشو نیولی او تر اوسه لادرکه دی.

نوموړي په دغه اړه نور معلومات نه دي ورکړی او نه هم د کندهار ولایت څخه دولتي او امنیتي ادارو د نوموړي د نیول کېدو خبرو ورکړی دی خو قاضي حکیم ویلي چې هغه یې د ښار اړوند په ډنډ ولسوالۍ کې د خپل کور څخه پورته کړی دی.

باید وویل شي چې په کندهار ولایت کې د جنرال رازق او حامد کرزي د کورنۍ د سیاسي مخالفینو د نیول کېدو، ورکېدو او وژل کېدو پيښې ډیرې عامې او د ورځې معمول ګرځیدلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د حزب اسلامي ګوند به په دې اړه څه ګام اوچت کړی وي او کنه، خو تر اوسه د دغه ګوند فرهنګي ادارې رسما هیڅ هم نه دي خپاره کړي.

ځینو تبصره کوونکو ویلي چې په هر ولایت کې د حزب اسلامي د متعهدینو سره د حکومت له لوري ورته چلند کیږي، خو په اړه یې حزب پټه خوله دی او هیڅ غبرګون نه ښيي، که همدا کار د ګلبدین د خپل زوی او یا جریر د زوی سره کیدلای، سمدلاسه به یې غبرګون ښودلی وای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د