
حضرت عمر بن عبدالعزیز ته نصیحت
لیکوال: م فدا محمد”فیضان”
روح بن عباد له عمر بن ذر څخه روایت کړی دی هغه فرمایې:
کله چې عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو، نو سالم رحمة الله علیه ، او محمد بن کعب رحمة الله علیه ، ورته راغلل او هغه په غم او فکر کښي ناست وو، نو یوه ته یې مخ ور واړاوه او ورته یې وویل راته نصیحت وکړه ، نو هغه ورته وویل :
اې امیرالمؤمینیه!
لکه څرنګه چې متعال خدای جل جلاله تا له پاسه په خپل مخلوق کښي هیڅوک ندی ګرځولۍ ته هم ځان داسي جوړ کړه چې په مخلوق کښې له تا بل دخدای جل جلاله زیات اطاعت کونکۍ نه وي ، او د راعیت ټول خلک په دریو (۳) ډولونو تقسیم کړه،
(۱) له تا مشرانو سره لکه د پلار په څیر سلوک کوه
(۲) تر تا د کشرانو سره د زامنو په څیر سلوک کوه
(۳) دخپلو همزولو سره د وړونو په څیر سلوک کوه
دخپل پلار سره نیکې کوه ،
د وړونو سره صله رحمې کوه ،
او په زامنو باندي شفقت کوه ،
او پر ځان داسي ګمان وکړه چې دمرګ په لحاظ ړومبۍ خلیفه یې.
بیا یې پر بل مخ را واړاوه او ورته ویې ویل ته هم ماته نصیحت وکړه نو هغه هم ورته وویل :
اې امیر المؤمینینه!
د دنیا ژوند پرېښودل شوی پنډ غالۍ دی ، د بل له لاسه ویستل شوی خوراک دی ، دمصیبتونو کور دی ، د افتونو ځای دی ، ذلت پرې احاطه کړېده ، او په بوریتوب فنا کیږي د خوشحالي هر ه ګړۍ په غم بدلیږې ددې سره خوشحالې هره ګړۍ انسان خطا کوي، نیک بختان ډډه کوي ، او د بدبختانو له لاسه په زوره ویستل کیږي ـ
امیرالمؤمنینه!
په دنیا کې داسي ژوند اختیار کړه لکه چې زخمي سړۍ په ترخو دواګانو د شفاء په هیله صبر کوي ، نو عمربن عبدالعزیز سخت وژړل او وې ویل
لا حول ولا قوة الا با لله العلی العظیم.
سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم زار شم له داسی امیرالمونین څخه چی د قدرت په وخت کی هم دالله ویره په زړه کی لری راشه اوسینی حاکمانو ته چی یوازی د شیطانی امریکا ویره په زړه کی لری خدای خویی بیخی په یاد هم نوی.
یا الله ته بیا هم زمونږ هیواد کی داسی امیرالمومنین راولی لکه عمر بن عبدالعزیز(رض) لکه ملا محمد عمر (رح) چی یو شرعی نظام پدی هیواد باندی قایم او دایم شی .
آمین یارب العالمین.