افغانستان

طالبانو د اربکیانو په وړاندې پراخ عملیات پیل کړي

په دې وروستیو کې د هېواد له ګوټه ـ ګوټه د طالبانو او اربکیانو تر منځ د مخامخ نښتو راپورونه ډېر خپرېږي. طالبانو د خیبر عملیاتو په پیل کې د خپلو اهدافو په لړ کې په اربکیانو بریدونه هم یاد کړي وو.
نن طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د خیبر عملیاتو په لړ کې يې د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي ډېرې برخې د اربکیانو له شتون نه پاکې کړې دي.

دوی  وايي چې په یاده سیمه کې يې د اربکیانو په وړاندې په خپلو دوه ورځنیو عملیاتو کې آن له ولسوالي سره په دوه کیلومترۍ کې مېشت اربکیان هم تېښتې ته اړ کړل. په یاده اوږده جګړه کې د نرخ ولسوالي ډېر کلي د اربکیانو له لاسه ووتل او د طالبانو تر واک لاندې شول.
خبرپاڼه کاږي: « په سيمو کې د مجاهدينو د تصفيوي عملياتو په لړ کې د يادې شوي ولسوالۍ جواسيا، تاتر، تاشلق، مارک، موسی خيل، عمرخيل، ګجيان، دده، کوسه، خان جان خيل او شاوخوا سيمي په بشپړه توګه د مجاهدينو لاس ته ورغلې.»
په ورته وخت کې د هېواد په شمال کې د جوزجان په قوش تپه سیمه کې د اربکیانو څلور پوستې د طالبانو تر واک لاندې شوې.
طالبان وايي چې د خپلو دوو ورځنیو عملیاتو په لړ کې يې د قوش تپې درې لوی کلي له اربکیان خلاص کړل او د دوی په خبره څلور پوستې يې بشپړې له اربکیانو تخلیه کړې.
دا په داسې حال کې دی، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د سیمو اوسېدونکي د اربکیانو له موجودیته ځورېږي، چې د خلکو له خولې د غه طبقه په عامو خلکو کې نشه او فحشا عاموي او پخپله هم په ورته کارونو بوخت وي.
د چارو د شنونکو له نظره د اربکیانو په وړاندې د طالبانو د پراخو بریالیو عملیاتو راز په دې کې دی، چې د اربکیانو په وړاندې يې دولس کلک ملاتړ شوی دی. د دو پر اند اربکیانو د دولت او ملت تر منځ فاصله لا زیاته کړه او خلک دخپل عزت او ناموس د خوندیتوب په خاطر د طالب ملګرتیا کوي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې اربکیانو  د کندهار په یوه کلي کې د یو بې ګناه ماشوم سترګه هم ورویستلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x