څوک جنتي دی او څوک جهنمي!؟

عبدالبصیر حامد

انس رضی الله عنه وایي:

یوه جنازه مو له مخې تېره شوه، نو د مړي ستاینه خلکو بیان کړه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

“وجبت، وجبت، وجبت” واجب شو، واجب شو، واجب شو.

یوه بله جنازه مو هم تر مخ تېره شوه، خلکو یې بدي بیان کړه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “وجبت، وجبت، وجبت” واجب شو، واجب شو، واجب شو.

عمر رضی الله عنه وپوښتل: اې د الله رسوله! مور و پلار مي له تا زار! یوه جنازه تېره شوه او د هغه ستاینه وشوه تاسې وفرمایل: واجب شو، واجب شو، واجب شو.

یوه بله جنازه تېره شوه، د هغه بدي بیان شوه، تاسې وفرمایل: واجب شو، واجب شو، واجب شو.

(ایا څه ورته واجب شول؟)

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

“د کوم مړي په اړه چې تاسي د خیر ګواهي ورکوئ؛ د هغه لپاره جنت واجب شو. او د کوم مړي چې تاسي بدي بیانوئ د هغه لپاره جهنم واجب شو. ګواکې تاسې په ځمکه د الله ګواهان یاست.

متفق علیه

حدیث

له پورتني حدیث نه دا خبره ښه جوته شوه که مسلمانان وروڼه د کوم مړي ستاینه بیان کړي نو الله به یې جنت ته داخل کړي او خدای نخواسته که څوک یې بدي بیان کړي نو جهنم یې ځای دی.

الله دې موږ ته د چا د بدو بیانولو نه راکوي.

امین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.