fbpx

ازادي راډيو: سمنګان کې د اربکیانو ظلم خلک کډوالۍ ته اړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): ازادي راډيو د سمنګان د دره صوف د اوسېدونکو په اړه وايي چې سلګونو تنو د اربکیانو له ظلمونو شکایتونه کړي او خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دره صوف پایان ولسوالۍ د پنځه سوه بې ځایه شویو کورنیو استازیو له یادې سرچينې سره په خبرو کې ويلي، چې اربکیان ترې سړي سر پیسې غواړي، که يې څوک ورنه کړي، وهي يې، ټپي کوي يې او ان وژني يې.

د دې سلګونو تنو په استازيتوب ډاکټر امیرګل ازادي راډيو ته ويلي، چې اربکیان هره میاشت د سړي پر سر سل، دوه سوه یا پنځه سوه افغانۍ غواړي.

«د سړي پرسر باید هره میاشت سل، دوه سوه یا پنځه سوه افغانۍ سیمه ییزو پولیسو ته ورکړي، که څوک دا پیسې نشي پیدا کولی نو نیسي یې، وهي يې، ټپي کوي یې او حتی وژني يې او ځکه دا کورنۍ نور نو هلته ژوند نور نشي کولی.»

د اربکیانو تر واک لاندې ساحې څخه وتلي خلک په سرګردانه حالت کې ژوند تېروي، د یادې سیمې د زیرکي بلګل، کلي اوسېدونکی محمد نسیم وايي، چې په سمڅو کې اوسي او په ساړه ژمي کې يې خپل کور پرېښود او له ټولې کورنۍ سره يې دې غار ته پناه یووړه.

هغه وايي پر دوی سړي سر پیسې حواله کړې وې او ان وسله يې باید اربکیانو ته اخیستې وای «نو دا کار زموږ په وس پوره نه و، بالاخره په سره ژمي کې چې هوا ډېره سړه وه، په بدحالت راوتښتېدو، نه د ژوند په کیسه کې وو او نه د کور، بس راغلو او اوس د غره په یوه سمڅه کې اوسو.»

د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو نا خبري ښوودلې او وايي دوی ته د سمنګان مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د سمنګان ځايي چارواکي ستونزه مني، خو دعوه کوي چې دا «پخوانۍ کیسې» دي.

د اربکیانو پر ضد دا لومړی ځل نه دی چې شکایتونه کېږي، بلکې پرلپسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اوسېدونکو د دې جګړه مارو پر ضد لاریونونه کړي او ان خلکو پرې د ناموس لوټنې دعوې کړې دي، خو لوړپوړو چارواکو يې په اړه تر اوسه کوم مؤثر ګام نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د