کرېکټ بورډ یو شمېر لوبغاړي هند ته د روزنې لپاره لیږلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کميټۍ د یو شمېر ځوانو لوبغاړو په ګډون ۴۳ لوبغاړي پیاوړتیا په موخه هند ته د روزنې لپاره لیږدوي.

د کرېکټ بورډ ویبپاڼې څخه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان ملي لوبډلې راتلونکو سیالیو ته د بشپړ چمتو والي په موخه په هند کې روزنیز کیمپ پېلیږي، چې په کې د ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې څخه هغه لوبغاړي چې تېر کال ښه ځلیدلي ګډون کوي.

په دغه کیمپ کې به د لوبدلې مشر روزونکی، د توپ اچونې او توپ نیونې روزونکي دغه لوبغاړي روزي او ځيري به یې، او بیا به پریکړه کوي چې کوم شمېر نوي لوبغاړي د ملي لوبډلې برخه وګرځوي.

لکه څنګه چې په لوبډله کې د چټک توپ اچونکو او اوپنرانو کمی لېدل کیږي، په همدې اساس کرېکټ بورډ په پام کې نېولې چې په ځانګړي ډول چټکو توپ اچونکو، پرانستونکو توپ وهونکو (اوپنرانو)، په منځنۍ برخه کې لوبیدونکو لوبغاړو او ویکټ ساتونکو ته ځانګړی پام وکړي.

دغه لوبغاړي په درې ډلو ویشل شوي دي، چې لومړۍ ۲۲ کسیزه ډله هند ته تللې ده، او دویمه به یې په ۲۸مه نېټه او درېیمه ډله به یې د مۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه سفر ولري.

د یادونې وړ ده چې افغان کرېکټ بورډ غواړي د کرېکټ پياوړتیا او د غوره لوبډلې د خوښولو لپاره له دغې روزنیز کیمپ څخه د هند پر وړاندې د ټیسټ سیالۍ، د بنګلدیش پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو او د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځني جام لپاره لوبغاړي غوره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د