افغانستان

ټاکنې؛ تر اوسه د نوم لیکنې درې مرکزونه تر برید لاندې راغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې سستې پروسې ارګ اندېښمن کړی، تر اوسه درې ټاکنیز مرکزونه تر بریدونو لاندې راغلي دي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې لپاره د ټکني بهیر یو علت نا امني بولي، خو په تېر ټوله اوونۍ کې د هېواد په سطحه یوازې دریو مرکزونو باندې ډزې شوې دي.

د طلوع نیوز د راپور په حواله د غور په مرکز فیروز کوه کې د تېرې پنجشنبې له برید وروسته په ننګرهار کې هم یو مرکز تر ډزو لاندې راغی.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کامه وال وايي چې بریدګرو په پنځمه حوزه کې د نوم لیکنې پر یو مرکز برید وکړ، دوه پولیس يې ووژل او د دوی وسلې يې له ځان سره یووړې.

په ورته وخت کې پرون سهار د بادغیس په مرکز قلعه نو کې پر یو مرکز د برید پر وخت یو پولیس ووژل شو.

د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزا زاده وايي پر دې مرکز برید طالبانو کړی او پنځه راکټ يې پرې توغولي دي.

طالبانو د بادغیس د برید په اړه څه نه دي ويلي، خو په ننګرهار کې یې د خپل برید پخلی کړی او دوی هم د دوو پولیسو د وژلو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره پنجشنبه هم په ارګ کې له ټاکنو سره د ولس د زړه تورۍ په اړه بحث وشو.

د ارګ څخه په خپرې شوي خبرپاڼې کې ولسمشر اشرف غني د اوقافو وزارت ته امر کړی وو چې د مسجدونو څخه په ګټې اخیستنې د جمعې په خطبه کې خلک نوم لیکنې ته وهڅول شي.

هغه د ۳۴ ولایتونو د والیانو او جګپوړو چارواکو سره د ویډیو کانفرانس له لارې هم اړیکه ونیوله او د پوځ په ګډون دولتي مسؤولینو او د هغوی کورنیو ته امر وکړ چې ژر تر ژره دي خپل نومونه ثبت کړي او هم دي خلک د نوم لیکنې لپاره وهڅوي.

په ورته وخت کې د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور هم د ټاکنو د نوم لیکنې د سست بهیر په اړه خواشني ښوودلې او ټاکنیز کمیسیونونه يې ملامت بللي دي.

هغه وايي په بلخ ولایت کې درې نیم ملیونه خلک ژوند کوي خو تر اوسه پوري یوازي درې نیم زرو کسانو د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

عطا نور نیوکه کړې چې د ټاکنو خپلواک کمیسون په خپل کار کې پاتې راغلی او د ټاکنو لپاره د عام پوهاوي په برخه کې هم ناکام دی.

د شنونکو په باور د تېرو ټاکنو ترخې تجربې ولس پر دې پروسه بې باوره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x