افغانستان

غزني: طالبانو ښار ته څېرمه امنیتي مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني ښار په څنډه کې د دولتي ځواکونو د څلورو پوستو او یوې قرارګاه د نیولو خبر ورکړی.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه يې وسله والو د ښار په څنډه کې په روضه کې عملیات کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې يې د انګار، اومانو، چارکي او ژرندو په نامه پوستې او د پولیسو یوه قرارګاه نیولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي :«یاده قرارګاه او پوستې په پرلپسې توګه د مجاهدینو ترمحاصرې او بریدونو لاندې وې چې له امله یې دښمن له سختې وارخطایۍ سره مخ و.»

د غزني چارواکو د تېرې شپې د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو ولایتي ادارې يې پر دې اعتراف کړی چې یوازې تېره یوه میاشت کې يې نهه هدفي وژنې شوې دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي چې تېره وري میاشت کې نهه تنه په د هدفي وژنو ښکار شوي دي، چې دوی يې په تړاو یوولس شکمن کسان نیولي دي.

روضه چې د ښار څنډه کې پرته سیمه ده، درې ورځې وړاندې هم د توندې جګړې شاهده وه، چې طالبانو پکې د دریو پوستو د نیولو او ۱۲ عسکرو د وژلو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x