افغانستان

امریکا تېره یوه میاشت کې پر افغان خاوره نږدې ۴۰۰ بمونه غورځولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱وری، ۱۳۹۷ل): امریکايي ځواکونو په تېره میلادي میاشت کې پر افغان خاوره ۳۹۹ بمونه غورځولي دي.

سپوږمۍ راډيو د امریکايي سر چينو له خولې د امریکا د دفاع وزارت په حواله وايي چې تېره میاشت امریکا تر عراق او سوريې هم دلته ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

د سرچينې په وینا په عراق او سوریه دواړو کې د شويو بمباریو شمېر ۲۹۴ ته رسېږي، خو یوازې په افغانستان کې يې تر دې مجموعي شمېر هم سل بریدونه ډېر کړي دي.

په دې بریدونو کې چې د امریکايي یرغل د پیل پر مهال استعمالېدونکې الوتکې «بې دوه پنځوس» هم برخه اخیستې.

د شنونکو په باور دا په ډاګه کوي چې امريکا تر عراق او سوريې د افغانستان پر جګړه ډېر تمرکز لري.

سره له دې چې بهرني ځواکونه امریکايي ستراتېژي ګام پر ګام تطبیقوي، خو هم مهاله افغان چارواکي د سولې په برخه کې هم غږ پورته کوي.

هوايي بريدونه چې بهرني او افغان ځواکونو پرې ډېر تمرکز لري، یوازې په تېرو څو میاشتو کې يې دروند ملکي تلفات تر شا پرېيښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x