fbpx
جان سولیوان، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سرپرست

امریکا د تېر کال «بدو بشري سرغړونو» کې روسیه هم یاده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): امریکا د بشري حقونو په کلني راپور کې روسیه، چين، ایران او سوريه هغه هېوادونه ياد کړي، چې په بد ډول پکې بشري حقونه نقض شوي دي.

امریکا چې په عراق، سوریه او افغانستان کې هم مهاله جګړه پر مخ وړي، په دې لیست کې خپل نوم نه دی ځای کړی، خو پورته هېوادونه يې ناقضين بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د نقض په برخه کې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال راپور پرون جمعه خپور کړ.

دغه راپور چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جان سولیوان وړاندې کړ، ایران، سوریه، روسیه او چين پکې د زندانیانو د ځورونې، د خبریالانو د نیولو، پر ماشومانو د جبري کارونو او د نورو فعالانو د ځورولو له مله د بشري حقونو سرغړوونکي بللي دي.

جان سولیوان دا هم وویل چې په یادو هېوادونو کې له ښځو بده ګټه اخیستنه، هجنسپالنه او د نژاد او معلولیت پر خاطر تبعیضي چلند یو بل علت دی.

په دې راپور کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري ۴۲ راپور دی، له افغانستانه تر زمبابۍ د حالاتو جاج اخیستل شوی، چې دوی د خپلو سفارتونو، قونسلګریو او نورو سرچينو له مخې دا معلومات راټول کړي دي.

امریکا په داسې حال کې پورته هېوادونه د نړۍ په سطحه د بشري حقونو ناقضين بولي، چې په افغانستان کې د دوی تر واک لاندې زندان بګرام کې، له بد چلند او سختو شکنجو نه څو ځلې زندانیان اعتصاب ته اړ شوي دي.

یاده دې وي امریکا یوازې په تېره میلادي میاشت کې پر افغان خاوره ۳۹۹ بمونه غورځولي دي، چې ډېر زیان يې ملکي وګړو ته اوښتی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا امریکائیانو د ##### زامنو د بشر د حقوقو په نوم د ټولی نړۍ خلګ غولولی دی. که یو زورور کس یو کمزوره کس د لوږی او مریضی د مصیبت سره مخامخ کی نو په رشتیا هم چه د بشر د حقوقو اصول ئې تر پښو لاندی کړیدی. که یو زورور کس یو بل غُول کس دې ته وهڅوی چه دومره خواړه او خواږه وخوری چه د چاغښت له امله د ناروغۍ د خطر سره مخامخ شی نو رشتیا هم چه د بشر د حقوقو اصول ئې تر پښو لاندی کړیدی. د امریکا دولت دا پورته دواړه مصیبتونه هم پر… نور لوستل »