حنیف اتمر: له چين سره څېرمه باید نظامي لوا جوړه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): چين ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ويلي، له چين سره څېرمه باید نظامي لوا جوړه شي.

د امنیت شورا له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه له چيني چارواکو سره دې توافق ته رسېدلی چې د دواړو هېوادونو په پوله کې د «تروریستانو» د مخنيوي په خاطر نظامي لوا جوړه شي.

د خبرپاڼې له مخې په دې غرنیو سیمو کې باید مجهزه لوا جوړه شي، چې چين يې باید ملاتړ او تجهیز په غاړه واخلي.

اتمر د چيني پوځ لوی درستیز ته هم د دویم دور خبرو اترو لپاره افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه.

لی زوچینګ ویلي، افغانستان زموږ ښه ګاونډي دی او په وينا يې «تروریزم» زموږ شریک دښمن دی چې باید پر وړاندې يې مبارزه وکړو.

حنیف اتمر وروسته له هغه له چين سره پر افغان پوله څېرمه د نظامي لوا د جوړېدو خبره کوي، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې په یادو سیمو کې لومړی ځل نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې بمبارې وکړه.

وړاندې تر دې له چين سره څېرمه پوله د امریکا له یرغل راهیسې امن سیمه ګڼل کېده او د بهرنیانو د پوځي عملیاتو خبر پکې نه و ور کړل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د