نړۍ

مالیزیا: کښتۍ ډوبېدو له امله ۴۲ وګړي نادرکه دي

نن ټکی آسیا: مالیزیايي چارواکي وايي چې ساحل سره نیږدې یو کښتۍ ډوبه شوې.

په دغه کښتۍ کې ۹۷ کسان ناست و چې ۵۵ يې تر دې مهاله ژغورل شوي او ۴۲ نور نادرکه دي.

چارواکي وايي چې هلیکوپتر او ۵ ژغورونکي کښتۍ يې دغې سیمې ته بیولي څو د ډوب شوو خلکو پلټنه وکړي.

ورکو کسانو کې ماشومان او ښځې هم دي.

راپورونه وايي چې د لرګیو دغه کښتۍ په ملکا ابنایی کې د کلانګ ساحل سره نیږدې نیمه شپه کې ډوبه شوې.

سمندري ځواکونو د نظارت برخې ویاند محمد زوري رویټرز ته ویلي  چې دا هغه کښتۍ وه، چې په بحر کې ورته د سفر کولو اجازت نشته. دوی د مالیزیا څخه په پټه توګه اندونیشیا ته اوښتل، خو ځینې کسان بیا وايي چې دوی د کار وبار لپاره مالیزیا ته راتلل.

زوري رویټرز ته زیاته کړې، دغه کښتۍ غیرقانوني وه او ټول مساپر يې د اندونیشیا دي.

په پیل کې چاروکو ویل چې ۶۶ نفر ورک دي، خو ځايي پولیسو شېبه مخکې رویټرز ته ویلي چې ۵۵ مساپر دوی ژغورلي او د ورکو کسانو شمېر اوس۴۲ دی.

مالیزیا د اسیا په ختیځ کې نسبتا له اقتصاده قوي هېواد دی، دې هېواد ته د اندونیشیا او بنګلادیش څخه زیات شمېر کسان د کار و بار لپاره ځي. مالیزیا حکومت وايي چې د ناقانونه کسانو شمېر تر ۲ میلیونو زیات دی.

مالیزیا چې په بحر کې پرته ده دې ته ورته پېښې په کې خورا ډیرې پيښیږي، هر کال په زرګونو کسان د خرابو کښتیو د ډوبېدو له امله د پېښو ښکار کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x