
ټیفا: په نوم لیکنه کې د خلکو کم ګډون، د ټاکنو مشروعیت ګواښي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ ټيفا وايي، د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو کم ګډون د ټاکنو مشروعیت ګواښلی شي.
د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده ازادي راډيو ته ويلي، چې د خلکو د کم ګډون علت دا دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې پروسې ته بشپړ چمتووالی نه درلود.
د هغه په خبره د همدې نه اماده ګي له امله امنیتي بنسټونه هم د نوم لیکنې د مرکزونو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.
ایوب زاده زیاتوي د خلکو کم ګډون د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.
په ورته وخت کې د ټاکنو د کمیسیون یو کمیشنر حفیظ الله هاشمي ويلي د امنیت په اړه وړاندې تر دې هم اندېښنه شریکه کړې او لا هم پر ځای پاتې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي بیا په امنیتي برخه کې د ډاډ غږ کړی دی.
هغه وايي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ټول پر همدې بوخت دي، چې د مرکزونو خوندیتوب وساتي.
هم مهاله په بادغیس، غور او ننګرهار کې د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني هم د حج او اوقافو پر وزارت غږ وکړ، چې پر ملایانو غږ وکړي او د جمعې په خطبو کې دې خلک د نوم لیکنې لپاره وهڅوي.