افغانستان

عبداالله: د نوم لیکنې د پروسې ناکامي به سیاسي حالت له ګواښ سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ټکني بهیر په اړه د بحث لپاره د وزیرانو شورا فوق العاده ناسته را غوښتې وه.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په دې فوق العاده ناسته کې د ټاکنو په تړاو د نوم لیکنې سست بهیر سخت اندېښنمن کړی و.

هغه وویل که د نوم لیکنې پروسه ناکامه شي، نو سیاسي حالت به له ګواښ سره مخ شي.

اجراییه رییس په دې ناسته کې چې د ولایاتو له مسؤلینو سره هم ویډیويي انلاین و، ټاکنیز کمیسیون ملامت کړ، چې د عامه پوهاوي په برخه کې پاتې راغلی دی.

عبدالله عبدالله وویل لا هم هیله لري چې د نوم لیکنې لړۍ په بریا سره پای ته ورسېږي.

د نوم لیکنې له لړۍ چې یوه اوونۍ تېرېږي، ټکني بهیر يې لوړپوړي او ټيټ پوړي حکومتي چارواکي اندېښمن کړي دي.

محمد اشرف غني هم تېره پنجشنبه په همدې تړاو خپله اندېښنه په ډاګه کړه او د مسجدونو پر امامانو يې غږ وکړ، چې د دوی مرسته وکړي.

عبدالله عبدالله د مخابراتو پر وزارت هم غږ وکړ، چې د خلکو په پوهاوي او د نوم لیکنې په تړاو په تبلیغاتو کې د ټاکنیز کمیسیون ملاتړ وکړي.

اجراییه رییس ټینګار وکړ، چې د نوم لیکنې شفافه پروسه او د رایه ورکوونکو د نوملړ برابرول د ټاکنو په شفاف ډول ترسره کېدو کې مرسته کولی شي.

په ورته وخت کې د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم ویلي، چې د نوم لیکنې په برخه کې د خلکو کم ګډون د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راوستلی شي.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده ويلي، چې د خلکو د کم ګډون علت دا دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې پروسې ته بشپړ چمتووالی نه درلود.

د هغه په خبره د همدې نه اماده ګي له امله امنیتي بنسټونه هم د نوم لیکنې د مرکزونو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.

ایوب زاده زیاتوي د خلکو کم ګډون د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

دپروسی ناکامی بہ بیاستاسو د ګډولی خوشحالہ سپیدار او ګل خانہ ماڼی وساتی

عبدالمالک همت

توبه ! الهي له ازميښته مو وساتې ! د دې ظالمانو او د امريکايي او غربي ويني بهوونکو داړه مارانو د ټيټو او ذليلو ګوډاګيانو سره چي الله نه دی مل، چي د امريکايانو هر څومري زور، زر او پوځي ملاتړ او سياسي کومک او حمايه ورسره وي بيا هم ناکامه، ذليل او شرمېدلي دي. د دغو داړه مارانو تر ظلم لاندي ولس بياهم د دوی سره ښه کړي دي. ولس خو رايه هيڅ نه ورکوي او که د دوی غوندي ځيني ناپوه لنډ غر رايه ورکړي، د ظالمانو سره به يې د هغو پر ظلم او تعدی باندي مرسته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x