افغانستان

فراه: طالبانو شپږ پولیس ژوندي نیولي

تېره نیمه شپه د فراه ولایت مرکز ته څېرمه د شمالګاه په سیمه کې د پولیسو په یوه پوسته د طالبانو له خوا برید شوی دی. چې د سیمې د اوسېدونکو له قوله سهار يې پوسته تشه لیدلې ده.

طالبان وايي چې په یاده پوسته يې د شپې په یوه بجه برید پیل کړ او په پایله کې يې پوسته بشپړه ونیوله چې شپږ پولیس يې پکې ژوندي نیولي دي.
د طالبانو له خوا رسنیو ته لېږل شوې خبر پاڼه وايي، چې طالبانو په یاد برید کې ګڼ شمېر مهمات هم تر لاسه کړي دي، خبرپاڼه زیاتوي: «…یوثقیل ، یوراکټ ، 6 کلاشنکوفونه ، یوشل ډزی ، یودشپې دوربین ، 1700 دثقیل مرمۍ ، 25 دکلاشینکوف جابې اوګڼ شمېر نورمهمات یې مجاهدینوغنیمت کړل.»
دا په داسې حال کې دی، چې د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالي کې او د جوزجان ولایت په قوش تپه کې هم دورته پېښو خبرونه راغلي دي، چې د طالبانو له خوا په پراخو عملیاتو کې ګڼ کلي د اربکیانو له لاسه وتلي دي.
 په ورته وخت کې د زابل په اتغر کې هم په ګڼ شمېر پوستو د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي.
د چارو د شنونکو له نظره د طالبانو دغه پرلپسې بریدونه ثابتوي، چې دوی په خپلو سږنیو عملیاتو کې په خورا لوړه روحیه جنګېږي او ښايي د پخوا په پرتله لامنظم شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x