fbpx

آی پي ایل: کریس ګېل یو ځل بیا د مخالف لوبډلې توپ اچونکي وټکول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې یو ځل بیا په کرېکټ کې د نړۍ مشهورې څیرې او چټک توپوهونکي کریس ګېل په مخالف لوبډلې د شپږیزو باران جوړ کړ او لوبه یې وګټله.

کریس ګېل په درې پرلپسې سیالیو کې ۲ نیمه سلیزې او ۱ سلیزه ووهله چې هیڅ توپ اچونکی یې پرینښود مګر د شپږیزې او څلوریزې ښکار یې کړ.

ننۍ لوبه کې چې مجیب ځدراڼ لوبډلې او کلکتې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، کریس ګېل او لوکیش راهول وتوانېدل د کلکتې ستر هدف لومړی راقابو کړي او بیا یې پوره کړي.

لوکیش راهول په ۲۷ توپونو د ۲ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې او وسوځېد، کریس ګېل د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، خو د چټکو منډو جوړولو په خاطر لوکیش راهول د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کلکتې لوبډلې په پېل کې د کریس لین په چټکې توپوهنې او بیا وروسته د دینیش کارتیک په غوره توپوهنې د مجیب ځدراڼ لوبډلې ته ۱۹۵ منډې هدف وټاکه.

په لومړیو ۱۵ اورونو کې داسې بریښېده چې کلکته به پنجاب ته تر ۲۲۰ منډو هدف وټاکي خو پنجاب لوبډلې وروستي اورونه ښه او په تخنیک ترسره کړل چې مخالف لوبډله یې له دې پورته ستر هدف ته پرینښوده.

ددوی لخوا کریس لین ۷۴ او دینیش کارتیک ۴۳ منډې جوړې کړې. د پنجاب لوبډلې لخوا مجیب ځدراڼ که څه هم پخپلو ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه، خو د خپلو نورو توپ اچونکو په پرتله ښه پریوته.

په ځواب کې د کریس ګېل او لوکیش راهول یوې بلې په زړه پورې ملګرتیا په ټاکلي هدف پوره کولو کې مرسته وکړه، چې د ۸.۲ اورونو نه وروسته لوبه د ورښت له کبله ودریده، په دې وخت کې ددوی لوبډلې ۹۶ منډې وې او کوم لوبغاړی یې له لاسه نه و ورکړی.

د یوې شیبې ځنډ نه وروسته لوبه بیا پېل شوه چې ۱۳ اورونو ته راښکته شوه، او پنجاب لوبډلې په ۲۸ توپونو ۲۹ منډو ته اړتیا لرله، چې ټاکلی هدف یې ۱۱ توپونه وړاندې د ۹ لوبغاړو په لرلو سره پوره کړ.

د یادونې وړ ده چې کریس ګېل په یوازې ۳ سیالیو کې په دې وتوانېد د زیاتو منډو جوړولو خولۍ پر سر کړي، نوموړي په ۳ سیالیو کې د ۲ نیمه سلیزو او یوې سلیزې په مرسته ۲۲۹ منډې جوړې کړې، چې په دوه لوبو کې ناسوځېدلی هم پاتې شو، نوموړي تر دې دمه ۲۱ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې وهلې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د