افغان معلول لامبوزن امریکا کې د سرو زرو مډال وګاټه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غويي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د لامبو وهنې په نړیوالو سیالیو کې معلول افغان لامبوزن عباس کریمي د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان لامبو وهنې د فدراسیون رئیس قاسم حمیدي ویلي چې ښاغلي عباس کریمي پرون جمعه د امریکا متحده ایالتونو په انډیانا پلیس ایالت کې د لامبو په نړیواله جوړه شوې مسابقه کې د ۵۰ متر واټن په وهلو سره لومړی مقام خپل کړ.

د ښاغلي حمیدي په وینا عباس کریمي به د شنبې په ورځ د کرال سټایل په ۱۰۰ متره واټن کې هم له خپلو سیالانو سره مسابقه ترسره کړي.

د خامه پریس راپور په وینا چې عباس کریمي له ۱۴ کلنۍ څخه د لامبو وهنې ورزش ته لاره وموندله، او څو څو ځله یې د افغانستان، ترکیې او امریکا د لامبو وهنې په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړی دی.

نوموړي د ۱۳۹۶ل په غبرګولي میاشت کې په امریکا کې د ۱۸ هېوادونو ترمنځ د لامبو سیالۍ کې دوه د سرو زرو مډالونه هم ګټلي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د