نړۍ

خوست: له شمالي وزيرستانه راغلي قبايلي مهاجرو ته پنډغالی جوړ شو

نن ټکی اسيا: د خوست ولايت چارواکي وايي، چې شمالي وزيرستان څخه راغليو مهاجرينو لپاره يې ځانګړی کمپ جوړ کړی دی.

د خوست ولايت وياند مبارز ځدراڼ وايي، چې ګربزو ولسوالۍ کې يې څلور زره جريبه ځمکه باندې نوموړو ګډوالو ته يو ستر کمپ جوړ کړی او تر اوسه يې ټولو مهاجرينو سره د اړينو توکيو مرستې هم کړي دي. د خوست ولايت وياند زياتوي، چې تر اوسه نژدې پنځه سوه کورنۍ راجستر شوي، مګر د ټولو راغليو کورنيو شمېر ان تر لسو زرو رسيږي.

د شمالي وزيرستان له يو لک زياتې کورنۍ له خپلو کورنو بې ځايه شوي، چې نژدې لس زره يې افغانستان او پاتې نور یې د خيبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو ته کډه شوي دي.

د شمالي وزيرستان کډوال د خیبر پښتونخوا له خلکو ګيله من دي
د شمالي وزیرستان کډوال د خيبر پښتونخوا له خلکو ګيله من دي، چې د دوی له ناچارۍ او بې وسۍ ناوړې ګټې پورته کوي او د روپۍ شی پرې په لسو پلوري، د کورونو کرايې ورته څو چنده زياتې وايي او هيڅ رنګه مرسته ورسره نه کوي او په ځينو ځايونو کې خو لا خلک ورته په ښه سترګه نه ګوي.

د شمالي وزيرستان هغه مهاجرين، چې د پوځي عملياتو له وېرې خوست او پکتيکا پلو اوښتي، د افغانانو له تعامله خوښ دي.
بل پلو د کډوالو لپاره د مرستو نړيوالې ادارې UNHCR)) اعلان کړی، چې ډېر ژر به خوست کې د شمالي وزيرستان کډوالو ته اړين توکي وروسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x