بلخ : چهاربولک ولسوالۍ کې پنځه ورځني عملیات پای ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له لوري پيل شوي پنځه ورځي عملیات پای ته رسېدلي.

د بلخ دولتي چارواکي وايي د عملياتو موخه يې په سيمه کې د طالبانو ځپل او له طالبانو د هغو ساحو نيول وو چې تر دې مهاله يې تر لاس لاندي دي.

عمليات د چهاربولک ولسوالۍ په اختپه ، چهارسرکه او ثوریان سيمو کې تر سره شوي چې له امله يې طالبانو او دولتي ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلي اوښتي.

طالبان وايي د جګړې په مهال يې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو زياتوي چې د سيمو واک يې له لاسه نه دی ورکړی.

د چهاربولک ولسوالۍ دولتي سرچينو د جګړې په مهال د دوو قومندانانو (الماس او سرور) د وژل کېدا تر څنګ د يادي ولسوالۍ د امنيه قومندان (ضابط خنجر) ټپي کېدا هم منلې.

طالبانو په پنځه ورځنۍ جګړه کې د ۱۳ تنه اربکيانو او عسکرو وژل منلي او زیاتوي چې دا مهال په سيمه کې د دوی له لوري تصفيوي عمليات روان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د