لاهور: پولیسو د پښتون ژغورني غورځنګ مشران نيولي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱غويي، ۱۳۹۷ل): شېبې وړاندي د پاکستان د لاهور ښار پولیسو پر هغه هوټل چاپه وهلې چې په کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشران مېشت وو.

د پيښي عيني شاهدانو رسنيو ته د پولیسو له لوري د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو نیول تائيد کړي.

د ياد غورځنګ فعال هاشم پښتين بي بي سي ته منلي چې د لاهور پولیسو علي وزير ، عصمت شاه جهان ، بلال مندوخېل ، مزمل او ځيني نور مشران نيولي.

پاکستاني رسنيو لا تر دې مهاله د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو نيولو اړوند څه نه دي ويلي.

د پښتون غورځنګ مخکښ منظور پښتون لا له وړاندي د خپل غورځنګ او ملګرو په اړه د ګواښونو يادونه کړې وه ، نوموړي ويل د پاکستان پوځ داسي څرګندوني کړي چې موږ په کې د افغانستان او هند له استخباراتو سره په اړيکه تورن بلل کيږو او ګواښونه راته کيږي.

د يادوني ده چې څو ورځي وړاندي منظور پښتون هوډ څرګند کړی وو چې راتلونکې غونډه او لاريون به لاهور ته رسوي خو د لاهور حکومت يې په وړاندي مخالفت څرګند کړی وو.

د منظور پښتین وینا:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د