نظــر

عراق، افغانستان او پاکستان

د عراق حالاتو ته په کتو د افغانستان راتلونکې په اړه وړاندوينه ډېره ستونزمنه نه بريښي. د افغانستان او عراق سياسي او پوځي حالاتو په کتو د پاکستان په اړه هم ښه پوره خبره کيدای شي.

مخکې له دې چې اوبه له ورخه تېرې شي، راځئ د عراق او افغانستان له حالاتو عبرت واخلو. د عراق پاڅونوالو چې څرنګه د څو ساعتونو په ترڅ کې د عراق څو ستر ښارونه ونيول؛ د امريکا په ګډون د نړۍ ټول ستر هيوادونه ورته ګوته په غاښ پاتې شول.

د امريکا په مرستو او پيسو جوړ شوی پوځ د اسلامي دولت ځواکونو پر وړاندې د شګو د ديوال په څېر ونړيد او عراق کې د امريکا لس کلنه ډرامه ډېر ژر د پای پر لور روانه ده، چې د امريکا په ګډون د نړۍ ټولو سترو هېوادونو لپاره د يو ډاروونکي خوب معنا لري.

امريکا د جعلي او درواغجنو دلايلو له مخې پر عراق بريد وکړ او خلکو ته يې و ويل، چې عراقيان د صدام له “ظلمونو” خلاصوي. د صدام حسين حکومت يې نسکور او هغه په دار کړ.

لکونو عراقي مسلمانان يې و وژل. عراق کې يې د سني او شعيه لانجې راپيدا او ښه ډېره لمن يې ورته و وهله. خپل لاس پوڅی حکومت او د خپلې خوښې پوځ يې جوړ او تربيه کړ، تر څو د امريکايي ګټو ښه ساتندونکي شي.

امريکا د عراق پر حکومت او پوځ د باور له امله چې د امريکا د ګټو لپاره به نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي؛ خپل پوځ له عراقه و ويست، خو د اسلامي دولت ځواکونو د څو ورځو وسلوالو بريدونو پر وړاندې د عراقي پوځ ماتې د امريکا ټوله ډرامه سرچپه کړه.

عراق کې امريکا خپل ټول زور و ازمايه، مګر اوس يو ځل بيا د پوځي بېړۍ د لېږلو خبرې کوي. بل پلو امريکا او ايران د عراق اړوند د ګډو مرستو لپاره سلا مشورې پيل کړي دي.

راتلونکو څو اوونيو کې به د ډېرو سوالونو ځوابونه پيدا شي، چې دا ټوله لوبه پر کومه ځي او پر شام او سيمه يې څومره او څنګه اغېزې راځي. سعودي عربستان او ترکيه به څه ستراتيژي غوره کوي، د سنيانو او شعيه ګانو داخلي شخړې به څومره نورې زياتې شي.

د نورې نړۍ په څېر د پاکستان مسلمانان هم بايد په دې اړه ژور فکر وکړي. د پاکستان ستونزه خو له دې امله ډېره زياته ده، چې د امريکا لخوا د تروريزم د تش په نوم جګړيزې تحفې له امله پاکستان له ګڼو کورنيو او بهرنيو خطرونو سره مخ دی.

د همدې جګړې له امله زموږ ګاونډی هېواد افغانستان هم تباه شو، ځکه چې ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې له درواغجنې پېښې وروسته امريکا افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور، لکونو افغانان يې شهيدان، ټپيان او بې کوره کړل، تر څو هلته د خپلې خوښې حکومت او پوځ جوړ کړي.

نژدې څوارلس کاله امريکا او ناټو افغانستان کې خپل ټول زور و واهه، هر رنګه نوې او کيميايي وسلې وکارولې، ميلياردونو ډالر يې ولګول، خو نه يې طالبان له منځه يوړل او نه يې پر افغانستان خپل واک ټينګ کړ.

د عراق په څېر امريکا اوس له افغانستانه هم وځي. ډېری عسکر خو يې لا وار د مخه وتلي او د افغانستان ټول واک افغان حکومت ته سپاري. د عراق حالاتو ته په کتو دا اوس ډېره ناشونې نه بريښي، چې د امريکا له وتلو وروسته به طالبان يو ځل بيا پر افغانستان خپل واک ټينګ کړي.

امريکا، ناټو او ګردې نړۍ په ګډه د طالبانو ځواک اوبه نشو کړای، نو افغان پوځ کله دومره وس لري، چې د طالبانو مقابله دې وکړای شي؛ ځکه چې د افغان پوځ کيفيت او کميت هسې هم ډېر کمزوی دی.

د معلوماتو له مخې د افغان پوځ ډېری عسکر په نشو روږدي دي او په دې لنډه موده کې شاوخوا دېرش زره کسان له پوځه په تېښته بريالي شوي دي.

په دې خبره د ټولو سر خلاص دی، چې د امريکا او ناټو له وتلو وروسته به د افغانستان حالات نور هم کړکيچن شي او زموږ ټولو پر دې خبره هم ښه سر خلاص دی، چې د افغانستان حالات پر پاکستان ژورې اغېزې لري.

پاکستان لا وار د مخه د امريکا تش په نوم د تروريزم جګړې تر ټولو ستر قرباني دی. د پوځي واکمن جنرال مشرف د امريکا پلوې پاليسۍ له امله پاکستان اوس د اور په لمبو کې سوځي او د نوموړي جنرال د کاواکه پاليسيو له امله پاکستان د ګړنګ پر غاړه دی او اوس دغه اور مړ هم کول ناشوني ښکاري.

زور او پوځي عملياتو خو افغانستان او عراق تباه وبرباد کړل او د همدې زور کارولو او پوځي عملياتو له امله د پاکستان حالات ډېر ترينګلي دي.

پاکستان بايد دا فکر ونه کړي، چې پوځ يې د عراق او افغانستان په پرتله ډېر مسلکي دی، ځکه دا مسئله له پوځي لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې حل کيدای شي. پاکستان لا هم وخت لري، چې د عراق او افغانستان له حالاتو عبرت واخلي.

پاکستان بايد پاکستاني طالبانو سره خپلې ستونزې له سياسي لارې حل وفصل کړي. د امريکا له وتلو وروسته که افغانستان کې د طالبانو واک ټينګيږي، نو خامخا به د پاکستاني طالبانو په واک او ځواک کې قوي پرمختګ راځي.

پاکستان بايد لا وار د مخه خپلو هيوادوالو سره خبرې اترې وکړي او حالات بايد له لاسه ونه باسي. پوځي عملياتو مخکې هم ستونزې پيدا کړي او اوس به لا نور هم حالات خراب کړي.

د دې تر څنګ حکومت او پارلمان بايد د پاکستان اساسي قانون په مکمله توګه اسلامي کړي. هيڅ مسلمان هيواد له اسلامه لرې ژوند نشي کولای او پاکستان خو لا د اسلام په نوم جوړ شوی او که څوک وغواړي، چې پاکستان او اسلام سره جلا کړي، نو دا کار به خلک دې وهڅوي، چې د طالبانو په شکل د وسلوالو ملاتړ وکړي او ټول هيواد به د طالبانو له پلويانو ډک شي.

ليکوال: انصار عباسي – د نيوز انګريزي ورځپاڼې ريس تحرير.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x