منظور پښتین: سبا به پر څلور بجې په لاهور کې حتما جلسه کوو / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپل فیسبوک پاڼه د یوې ویډیو په نشرولو سره ویلي چې د پنجاب حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي، تر څو غونډه جوړه کړي، خو دوی به حتما سبا پر څلور بجې د لاهور ښار په «موچي ګیټ» کې د پښتنو په لوی شمېر سره غونډه کوي.

نوموړي وویل چې د پنجاب پولیسو ددوی یو شمېر ملګري د علی وزیر ، بلال مندوخیل ، مزمل او عصمت شا جہان په ګډون نیولي هم دي چې په وینا یې دغه «ریاستي بدمعاشي» ده.

نوموړي همداراز وویل چې د تیرې یوې اونۍ راهیسي ددوی انتظامي کمیټه په لاهور کې د حکومت د دفترونو چکرونه وهي، خو د لاهور ښار ځايي حکومت دوی ته د جلسې اجازه نه ورکوي.

منظور پښتین وویل چې سبا به دوی د لاهور ښار په «موچي ګیټ» سیمه کې د پښتنو په لوی ګډون سره غټه جلسه وکړي.

هغه د پنجاب ایالت پولیسو ته په وینا کې وویل چې زه پر لارې در روان یم، که غواړئ، ومي نیسئ، ښه دی زه به هم ستاسو هغه زندانونه وګورم چیري چې تاسو تل پښتانه شکنجه کړي دي.

نوموړي د لاهور ښار او حتی هیواد څخه بهر پر پښتنو هم غږ وکړ چې سبا د سپینو او تورو بیرغونو سره د پښتنو د حقوقو په خاطر پر امنه احتجاج وکړي، د پاکستاني سفارتونو مخته را غونډ شي او هر څوک په هر ځای کې خپل مسؤولیت ادا کړي.

نوموړي وویل، هغه پښتانه چې کولای شي د لاهور ښار موچي ګیټ ته ځان را ورسوي، نو خپل ټول کوشش دي وکړي، که ونیول شي، نو هم پروا دي نه کوي، بلکې دوی به هم هغه زندانونه وویني چیري چې ددوی وروڼه پښتانه هر وخت شکنجه شوي او توهین شوي دي.

ویډیو:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

It will be big mistake if Pakistani Government shows oppositions to this movement. This movement is non violent and the people asking for their rights according to the constitution. if anything happens to Pashteen and/or his friends that will be the end of the Punjabi authorities.