dr abdullah

ډاکتر عبدالله د ټاکنو له کمیسیون سره د خپلو اړیکو د غوڅولو اعلان وکړ

نن ټکی آسیا: مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله څو شیبې وړاندې په کابل کې په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې د رایو د شمېرلو پروسه دې په بېړني او سمدستې توګه ودرول شي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوی غوښتنو ته مناسب ځواب ونه وایه، نو دوی له دغه کمیسیون سره خپلې ټولې اړیکې غوڅوي، خپلو ناظرانو ته امر کوي، چې په دغو کمیسیون کې له خپلو دندو لاس په سر شي،له دغه کمیسیون سره دې له همکاري ډډه وکړي او بېرته د دوی د کمپاین ټیم ته را وګرځي.
نوموړي همدارنګه ولسمشر حامد کرزى د خپل سيال پر پلوۍ تورن کړ او ويې ويل، چې وروسته له دې په ټاکنيزو کمېسيونونو باور نه لري او د رايې شمېرنه دې په بيړني ډول ودرول شي.
د عبدالله عبدالله په وینا : «په ټاکنو کې پراخو ، بې شرمانه او سازمان شویو درغلیو دې ته اړه کړو، چې بالآخره دا پریکړه وکړو ، دا پرېکړه مو هم د افغانستان، د افغان ولس او په افغانستان کې د ولسواکۍ د پایښت په موخه وکړه.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د