افغانستان

په کابل کې د تذکرو د ویش پر مرکز چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په شپږمه حوزه کې د تذکرو د ویش او ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر مرکز چاودنه شوې چې له امله یې د ځینو سرچینو په حواله تر اوسه ۶ تنه ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

پيښه تازه ده، تر اوسه یې په اړه معلومات وروستي شوي نه دي.

ځیني عیني شاهدانو ویلي چې دوی د پيښې وروسته قربانیان لیدلي دي خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
ویل کیږي چې چاودنه د اصف مایل په نامه لیسې شاته شوې ده.

ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یوه سرتیرې په واسطه د قلعه نظر په سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر مرکز شوې چې له امله یې مرګ ژوبله هم را منځته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x