نړۍ

لاهور: حکومت د منظور پښتین ملګري خوشي کړي، خو یو بل کار یې کړی / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د پنجاب پولیسو په لاهور ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي فعالان بیرته خوشي کړي دي، خو ددې لپاره چې د لاهور ښار په موچي ګیټ کې د دغه غورځنګ د جلسې مخه ونیسي، لارې يې بندي کړي دي او د جلسې میدان یې په مردارو اوبو ډک کړی دی.

باید وویل شي چې تېره شپه ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې ددوی څلور تنه مشران ملګري د پنجاب پولیسو له خوا نیول شوي او دوی ته یې د غونډې (جلسې) اجازه نه ده ورکړې، خو ټینګار یې کړی وو چې دوی به حتما سبا پر څلور بجې دغه غونډه کوي او که نیول کیږي نو هم ورته تیار دي.

نوموړي اوس تازه پر خپل فیسبوک پاڼه د موچي ګیټ د میدان یو انځور نشر کړی چې په کښي مردارې اوبه ولاړي دي او ویلي يې دي چې د پنجاب پولیسو د میدان مخته کانټینرې ایښي او په میدان کې يې مرداري اوبه خوشي کړي دي تر څو د غونډې مخه ونیسي.

منظور پښتین همداراز ویلي چې ددوی نیول شوي ملګري د ولسي فشار له امله بیرته خوشي کړل شوي دي.

انځورونه:

بلخوا ددغه غورځنګ یو شمېر ځوانان لګیا دي چې د جلسې تر وخته میدان له مردارو اوبو څخه پاک کړي، ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x