fbpx
china russia relation

چین او روسیه؛ دښمنان، ملګري او که دُښ-ملګري؟(۲/۲)

کالم: زما هم واورئ، لیکوال: احمد بلال خلیل: ۱۱سپتامبر، نه یوازې دا چې یوه تاریخي پېښه وه، بلکې دې سانحې د نړۍ پر نړیوال سیاست ډېرې اغیزې وښندلې، او تر ډېره حده یې په باندني سیاست کې د Pre-emptive Strike یو نوی دوکترین وزیږاوه، چې موخه یې خطر په نطفه کې شنډول ول: مخکې له دې چې دښمن پر تا برید وکړي، ته يې ختم او شنډ کړه.

د ډېرو نورو په اند، په تېره بیا د نوم چومسکي او نورو اسلامي مفکرینو په اند، دا د Neo-Imperialism پېل و، او پېلامه یې د هیوادونو د الفبا په لست کې د سر له هېواد افغانستان نه وشو. تقدیر دا هېواد له یوې داسې سیمې (منځنی آسیا) سره نښلولای و، چې د امريکا د ستراتيژۍ پلار، بریژنیسکی، درې کلونه وړاندې پخپل نوي کتاب—د سترنج غټه تخته: د امریکا لومړیتوبونه او جیوستراتيژيکي حکمونه— کې د امریکا لپاره کاري تګلاره غوره کړې وه. دا کتاب تر ډېره حده د هېواد د وتلي شناند استاد محمد زمان مزمل د افغانستان د ستراتيژیو بحران ته ورته کتاب دی. بریژنیسکي په دې کتاب کې د یوروشیا د ستراتيژۍ په هکله د نورو هیوادونو ستراتيژۍ رالوڅې کړې وې او ترڅنګ یې د امریکا لپاره مشورې ورکړي چې د ګټو پر سر د سیالیو په دې انډوخر کې خپله برخه څنګه زیاته کړي؟

د دې کتاب د خپریدلو به لا درې کلونه نه و تېر، چې امریکا د ۱۱سپتامبر په جوازنامه پر افغانستان یرغال راووړ. داسې بريښيدله، چې د امریکا پالیسي جوړوونکې به د هنټنګټن د تهذیبونو ټکرونو او د بریژنیسکي د شطرنج له غټې تختې نه ډېر اغیزمن شوې وي. د نړیوال سیاست پېښو چین، روسیه او د اسلامي نړۍ مفکرین دې ته اړ کړل، چې ورته ګمان خپلو اذهانو ته وسپاري، چې د لویدیځ پالیسي او ستراتيژي د لویدیز د مفکرینو پر فکرونو بار روانه ده.

د ۲۰۰۱کال په اکتوبر کې، چې امریکا سیمې ته داخله شوه، نو چین او روسیه د یو متذبذبه او ناثباته سیاست سره مخ ول. دواړه هېوادونه پکې د زړه له تله غواړي، چې امریکا د شوروی زړې کندې ته غوځار شي، خو په بله غاړه کې یې پر طالبانو او ملګرو هم د  زړه له تله بریالیتوب پېرزو نشي.  دې متذبذیه سیاست پای دواړه اړ کړل، چې له یوې خوا د امریکا له یرغال نه ملاتړ وکړي، ترڅو د دوی په اند دوی د طالبانو او اسلامي بنسټپالنې له خپڅې څخه وژغوري او په بل اړخ کې یې د امریکايي شتون پرخلاف (په یو ډول) د شانګهای ۵ تنظیم، چې له څو کلونو راهیسې همداسې خوار پاتې و، بیا له سره د Shanghai Cooperation Organisation په بڼه جوړ کړ اوپه همدې کال (۲۰۰۱) روسیه له چین سره د ملګرتوب په یو نوي تړون کې هم ننوتله، چې د چین-روسیې اړیکو غوټه ډېره لا پسې کلکه کړي.

پورته مو چین او روسیه دُښ-ملګري (دښمن او ملګري) ګڼلې دي، ځکه اوسنی نړیوال سیاست د تېرې سړې جګړې نړیوال سیاست ته ورته نه دی، په دې نړۍ کې اوس ډېر ځواکیز نظام د غوړیدو پر لوری دی، چې له امله یې ګټې هم په برخو کې ویشل شوې دي، په داسې برخو کې چې یو ځای درسره یو هیواد په دې ګټو کې ملګری وي؛ خو په بل ځای او په نورو ګټو کې درسره دښمن وي. یانې په اوسني سیاست کې ګټې پر څو ګټیګوریو ویشل شوې دي، د سر ستره برخه یې اساسي ګټې جوړوي او تر لاندې یې بیا فروعي او جزويي ګټې خپل ځای لري.

تر ټولو ښه بیلګه یې د همدې چین او روسیې ده، چې اساسي ګټې/ویرې  (د امریکا د هیژومینیک ځواک پر خلاف) دوی دواړه یوځای کړې دي ځکه نو په نړیوال سیاست کې د امریکا پرخلاف له یو بل سره ملګرې دي، خو په منځني آسیاء کې بیا دواړه؛ دواړه دښمني او ملګرتوب پالي. په دې سیمه کې دواړه هیوادونه فروعي ګټې/یا له یو بل څخه ویرې لري.

 د امریکا هیژومینیک ځواک د چین-روسیې د دوستۍ سره په سیده تناسب کې روان دی؛ که چېرې مونږ نور عاملین ساکن کړو (لکه اقتصادي انټیکریشن، تجارت، وغیره).

د دغو دواړو نوموړو هېوادونو ملګرتوب د امریکا د یوازیني زبرځواک پرخلاف یو کېدل او د شانګهای د تنظیم په بڼه کې لیدلای شي، چې موخې یې د تروریزم مخنیوی او د مخدره موادو خپریدا شنډول دي، او دښمني یې بیا د منځنی آسیا د انرژۍ په نوې لوبه کې تر سترګو کېږي. دواړو په سوریه کې د امریکا مخالف شول. ځکه نو دواړو د ۲۰۱۱کال راهیسې د ملګرو ملتونو په امنیتي کونسل کې دوه قراردادونه ویټو کړل.

د روسیې او چین د ملګرتوب اړیکې تر ډېره کچه ستراتيژيکي دي، چې د امریکا-اروپايي اتحادې د خپل منځي او له دغو سره د دوی له اړیکو څخه سرچینه اخلي. د لویدیځ اړیکې به څومره چې له دوی سره خرابې وي، هومره به د دوی (چین او روسیې) خپل منځي اړیکې پیاوړې وي. د بیلګې په توګه، کله چې اروپايي اتحاديې پر چین د وسلو په پلورلو بندیز ولګاوه، روسیې راټوب کړ او خپلې وسلې یې پر چین پلورل پېل کړل. په بل اړخ کې امریکا د اروپايي اتحادې وسلې نه رانیسي او نه یې اخلي؛ ځکه اوس ځینې اروپايان غواړي، چې دا بندیز دې لري کړای شي، ترڅو دوی خپلو دفاعي صنعتونو ته وده ورکړي.

چین او روسیې په تېره اونۍ کې له یو بل سره د ۳۰ کلونو لپاره د غازو یو داسې تړون لاسلیک کړ، چې ۴۰۰ملیارده ډالر ارزښت یې درلود. هغه هم په یوه داسې مهال کې چې روسیې د اروپايي اتحادیې او د امریکا لخوا د اوکرائین له امله له بندیزونو سره مخ ده. دې نوي تړون د روسیې پر مخ د آسیا د مارکیت دروازې پرانیزلې. پر دې نوي تړون د روسیې د باندنیو چارو کومیتی مشر، میخایل مارګلوف، وویل، چې دا قدم د دواړو هېوادونو په ستراتیژيکي ملګرتیا کې یو ډېر مهم قدم و.

دوی تر ډېره حده تروریزم او امریکا یوځای کړې دي، هر مهال، چې دواړه خپل وزن وبایلي نو د دوی د اړیکو مزي به هم یو څه سست شي.

لیکوال: احمد بلال خلیل- کالم: زما هم واورئ، نن ټکی آسیا

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د