وطنه!! / مختار حُسيني

شاعر : مولوي عبدالله مختار (حسيني)

وطنه! ازادي سره مې مینــــه ده
میــنه مې پاللې تـــل په وینه ده

یوازې د لیلې دشته کې نه وایـم
هره دشته زما په خون رنګینه ده

وینم پېروزي خپله په ویــنه کي
مینه مې په وینه کې مبیـــنه ده

ستاهره ګوشه مې دځیګر ګوشه
ستا هر یو ګړنګ راتېر له چینه ده

ستا د ازادي، او ننګ میراث پکې
ماته له نیکه پاته خورجیـنـه ده

ای مختاره! ستا قلم دننګ قلم
هره خوا پتمنه او ننګینـــــــه ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د