په دنیا کی ډير مهم او سیاسی شخصیتونه دخپلو محا فظینو لخوا وژل شویدی

ټول مهم چارواکی او شخصیتونه همیشه دخپل ډاډګیرن امن لپاره فکرونه وهی، مالدار اشخاص مسلحanwar_sadat دستی (ګارد) اومهمو سیاسی اوسفارتی چارواکو ته دپروټوکول له مخی حفاظت ورکول کیږی، خو لدی سره سره زیات مهم سیاسی چارواکی دخپلو محافظينو، قریبانو او یا هم دملګرو لخوا وژل شویدی.
دمصر مخکینی صدر انور سادات په ۱۹۸۱کې، دهندوستان پخوانی وزیراعظمه میرمن اندرا ګاندی داکتوبر دمیاشتی په ۳۱ یو دیرشم کال ۱۹۸۴کی دخپلو محافظینو لخوا ووژل شول.
دمیرمن اندراکاندی وژنه دهغی دمرګ څخه شپږ میاشتی مخکی دسکانو پر مقدس ترین مقام ګولډن ټیمپل باندی دلښکر کشی نتیجه وه.
چه دنوموړي خپل سک ګارډ  دسکانو پر مقدس مقام باندی دبلو سټار په نامه عملیاتو بدله واخیستله.
دبنګلدیش صدر شییخ مجیب الرحمن دخپل فوج یوی دستې لخوا داګست په ۱۵شپه کال ۱۹۷۵کې دکورنۍ له ټولو غړیو سره ووژل شو.
دنوموړی لور شیخ حسینه واجد چه اوسنی وزیراعظمه ده په عین وخت کی له بنګلدیش څخه دباندی وه نو ځکه ژوندی پاتی شوه.
دسعودی عرب پاچا فیصل بن عبد العزیز په کال ۱۹۷۵ کې دنوموړي خپل وراره شهید کړ.
او همدارنګه په کال ۱۹۵۷کې دګویتیمالا صدر د آمرانه کړنو له وجی دنوموړی خپل محافظ په صدارتي ماڼی کې دننه ووژی.
۱۸جنوری ۲۰۰۱ کال کی دکانګو دجمهوری دولت صدر وائن ډیزائر کابیلا دنوموړی خپلو محافظنو وواژه.
او همداسی پرون ورځ د پاکستان د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر خپل یو باډی ګارډ چې ممتاز قادری نومیدی، سلمان تاثیر باندی فایرونه وکړه او وې وژی، ځکه چې سلمان تاثیر ددغه ګارډ په وړاندې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم پر ذات اقدس او نورو دیني چارو کې د تیروتني کړي وې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.