refinery 512x288 reuters

عراقي پاڅونوالو د تېلو پاکولو ستر مرکز نيولی

نن ټکی اسيا: د عربي رسنيو له قوله عراقي پاڅونوالو عراق کې د تيلو پاکولو تر ټولو ستر مرکز نيولی دی.

خبر زياتوي، چې نوموړی مرکز د پلازمينې بغداد شمال ته پروت دی، چې پاڅونوالو له راکټي بريدونو او سختې وسلوالې نښتې وروسته ونيوه.

ويل کيږي، چې د پلازمېنې لوديځ رمادي ښار کې هم د پاڅونوالو او عراقي پوځيانو تر منځ خونړۍ نښته روانه ده.

بل پلو د عراقي پوځيانو او پاڅونوالو تر منځ صلاح الدين، بعقوبه او ديالي سيمو کې هم سختې نښتې روانې دي.

په عين حال د عراق لومړي وزير نوري المالکي له ټولو عراقيانو غوښتي، چې د ملي يووالي لپاره دې جدي کار وکړي او ټول غير مسؤول وسلوال دې خپلې وسلې وغورځوي.

عراق کې د بي بي سي خبريال “جيم موير” وايي، چې دی فکر نه کوي، چې د المالکي وينا به پر عراقي ولس څه اغېز وکړي، ځکه چې ده په خپله له عراقي شعيه ګانو غوښتي و، چې د اسلامي دولت ځواکونو سره د مقابلې لپاره دې د عراقي پوځيانو سره اوږ په اوږه وجنګيږي.

راپورونه وايي، چې د تيلو پاکولو نوموړي مرکز څخه بهرني کاګران لا څه موده وړاندې وتلي وو، خو سيميزو کارګرانو د عراقي پوځ د امنيت په ډاډ نوموړي مرکز کې کار کاو.

ويل کيږي، چې ياد مرکز عراق کې د تيلو پاکولو تر ټولو ستر مرکز دی.

وړمه ورځ ګڼو نړيوالو ټولنو له نوري المالکي غوښتي و، چې د عراق سترو ملي ګټو ته په کتو بايد له خپلې دندې لاس پر سر شي او عراق کې داسې يو لنډ مهال حکومت جوړ شي، چې د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ وي او هيڅ مذهب او قوم سره پکې د مور ميرې چلند ونه شي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل انديښنه څرګنده کړې، چې عراق د کورني تاوتريخوالي او جګړې پر لور روان دی.

بل پلو د عراق لومړي وزير نوري المالکي بيا پر سعودي عربستان تور لګولی، چې د عراقي پاڅونوالو تر شا د سعودي لاس دی. خو سعودي عربستان پر ځان نوموړي تورونه په کلکه رد کړي او وايي، چې دوی عراق کې د ملي يو والي او امنيت پلوي دي او د عراق ځمکني بشپړتيا لپاره پوره درنښت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د